د پاکستان د پنجاب ايالت په ساهيوال ولسوالۍ کې له يوې اته کلنې ماشومې سره جنسي تېرى شوى دى او له هغې وروسته سوځول شوې او وژل شوې ده.
په پاکستان کې له تېر څه وخت راهيسې د ماشومو نجونو سره د جنسي پېښې زياتې شوي دي، چې د ساهيوال په ولسوالۍ کې اوس له يوې بلې ماشومې سره هم دا کار شوى دى.
د ساهيوال د پوليسو په وينا، فاطمه تر جنسي تېري وروسته سوځول شوې او بيا خپل کور ته نږدې غورځول شوې ده، چې په ټپي حالت کې خلکو روغتون ته رسولې، خو هلته يې ساه ورکړې ده.
څه مياشتې مخکې د زېنب په نوم يوه ماشومه هم د پنجاب په قصور کې له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه، چې بيا خلکو د دې پېښې پر ضد ډېر احتجاجونه وکړل، چې له هغې وروسته يې قاتل ونيول شو.