fbpx

پاکستان ته د خطر یو بل زنګ

خبریال وېبپاڼه/ ۱۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – یو شمېر پاکستاني څېړونکي وایي، اوس هم خطر شته دی چې د پاکستان نوم له خړ لېست څخه تور لیست ته داخل کړل شي.

سرچینې وایي، پاکستان حکومت که چېرته د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته نکړي، نو ښایې له خړ لېست څخه یې نوم تور لېست ته هم ډېر ژر ورسېږي ، خو نن د پاکستان د خزانې مشر عبدالحفیظ شیخ ویلي، هڅه کوي د (ایف ای ټي ایف) له خړ نوملړ څخه د خپل هېواد نوم وباسي.

په پاکستان کې د ای ایم ایف پخوانی استازی ندیم الحق رسنیو ته ویلي، چې پاکستان ښایي د ایف ای ټي ایف ځینې شرایط پوره کړي وي خو د ترهګرو پر ضد یې مبارزه کې کومه ښکاره لاسته راوړنه نه لري.

هغه زیاته کړې پاکستان د هغو ترهګرو په نیولو کې هم پاتې راغلی دی چې نړۍ یې غوښتنه کړې و.

څه وخت وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خواشینې ښودلې وه او ویلي و چې که مونږ د ترهګرو پر ضد ګامونه پورته نکړو نو ښاېې تور لېست کې مو د هېواد نوم راشي چې دا به ډېر بد تاثیر او اغېزه وکړي.

  • • (ای ټي ایف ) تېر کال د نا قانونو او ترهګرو د مالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو سره سمدستي پاکستان د ترهګرو په خړ لېست کې شامل کړ او بیا یې پاکستان ته د یو چانس په توګه ( ۱۱ ) سپارښتنې ورکړې وې که چېرته یې پوره کړې وې، نو پاکستان به د خړ لېست څخه ووځي، خو اوس یې امکان شته چې تور لېست ته هم ورسېږي.

په هغو سپارښتنو کې دا هم شامل دي چې پاکستانی حکومت دې په پاکستان کې د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او د هغوي د ملاتړو پرضد بندیزونه عملي کړي. ای ټي ایف پر پاکستاني حکومت فشار راوړی دی چې په ترهګرو دې اسانتیاوي بندې کړي،مالي ملاتړ دې ورته ختم کړي او په بشپړه توګه دې ترې د ملاتړ لاس واخلي.

بلخوا پاکستان ادعا کوي چې د ترهګرو پر وړاندې دوی کوټلي ګامونه اخیستي دوی وایې پاکستان د ترهګرو مالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي خو بیاهم په دې لېست کې شامل دي.

خو اېف ای ټي اېف پاکستان تر اوسه پورې په خړ نوملړ کې ساتلی او وایي، که سپارښتنې يې پوره نه شوې نو په همدې اکتوبر په میاشت کې به پاکستان بلې درجې (تور نوملړ) ته ورګوزار کړي.

د یادولو دی پاکستان په نړيواله کچه هغه هېواد دی چې په خورا سپين سترګي د ترهګرو تمويل کوي او هيڅ نړيوال قانون او مقررات نه مني.

Your SEO optimized title page contents