fbpx

نجیب ځدراڼ د سپین غر مړې هیلې بیا راژوندۍ کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – د شپږیزې غوره لیګ سیالیو په دوام نن په دیارلسمه سیالۍ کې د سپین غر زمریانو لوبډلې د نحیب ځدراڼ د طوفاني شپږیزو پر مټ د بوست ساتونکو ته یوه تاریخي ماتې ورکړه او په لیګ کې د مخکې تګ مړې هیلې بیا راژوندۍ کړې.

نن په دې سیالې کې پچه د بوست ساتونکو لوبډلې مشر ګلبدین نایب وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره سپین غر زمریانو ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه خو د بوست توپ اچوونکو له یاد هدف څخه هیڅ دفاع ونکړه او د نجیب ځدراڼ د ناڅاپي برید ښکار شو.

د بوست ساتونکو لپاره په توپ وهنه کې له زمبابوې راغلي بهرني لوبغاړي برينډن ټاېلر ۳۴ او قېس احمد ۳۳ منډې وکړې، خو د نورو لوبغاړو په شمول لوبډلمشر ګلبدین نایب هم په سمه توګه توپ وهنه ونه کړه.

د سپین غر زمریانو لپاره په توپ اچونه کې نن نوي او ځوان لوبغاړي عبداالوسع د بوست ساتونکو څلور مهم لوبغاړي وسوځول همدا راز کریم صادق، سيد شېرزاد او وفادار مومند هم یو- یو لوبغاړی وسوځوه.

د بوست له لوري د ۱۳۲ منډو د هدف په تعقيب کې د سپين غر زمريانو توپوهنه په پیل کې ډیره بې خونده وه داسې فکر کېده چې سپین غر لوبډله په ټاکل شوی هدف پوره نکړي او له یاد لیګ څخه به بهر شي، خو وروسته د نجیب ځدراڼ د ناڅاپي شپږیزو او څلورو په برید سره یاده سیالي په دولسم اور کې د څلورو ویکټو په زیان د شپږو ویکټو په شتون کې سپین غر لوبډلې وګټله.

نجیب الله ځدراڼ په خپلې چټکې توپ وهنې سره سپین غر زمریانو لوبډلې ته د ۸ سترو شپږيزو او ۹ څلوريزو پر مټ په ۳۵ توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او سپين غر زمريانو لوبډله يې له یوې سختې ماتې وژغورله او تر بریا یې ورسوله.

د بوست ساتونکو له لوري ضيا الرحمن اکبر دوه، نصرت الله او دولت ځدراڼ یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، خو نورو لوبغاړو کوم لوبغاړی ونه سوځوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب الله ځدراڼ ته ورکړل شوه، چې نن يې په يوازې ځان د سپين غر زمريانو لوبډله ته ۹۷ چټکې منډې وکړې.

  • د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر شفیق الله شفق پرون د تېرو ماتو په تړاو خبریال ډاټ کام ته وویل،” چې په شپږیزه لیګ کې د دوی لوبډله تر ټوله قوي بریښي، خو یوازې د توپ وهنې په برخه کې د دوی توپ وهونکي د روزونکي لخوا د ورکړل شوي پلان خلاف لوبه کوي د شفق پر وینا د پلان نه عملي کېدل، بې حوصلې توب، بیړه کول او د کیچونو غورځول هغه علتونه دي چې دوی له پرله پسې دریو ماتو سره مخ کړي وو، هغه هیله وښودله چې په وروستیو سیالیو کې به تر نیمه پای لوبې ورسېږي.

بلخوا ډیری هېواد وال او د کرکټ مبصرین هم په سپین غر لوبډلې نیوکې کوي دوی وایي، سپین غر په لیګ کې تر ټولو قوي لوبډله ده، خو د جدول په وروستیو کې قرار لري، دوی هم ټوله پړه په توپ وهونکو اچولې ده.

د سپین غر لوبډله هغه لوبډله ده چې په روانه شپږیزه لیګ کې د کرکټ بورډ پرته کوم مالک، یاهم کوم سپانسر نلري، خو یوازې د افغان کرکټ بورډ تر ملکیت لاندې ده او د دوی له لوري په یاد لیګ کې لوبېږي

په شپږیزه لیګ کې تر دا مهاله تر ټولو مخکښه لوبډله د اصغر افغان په مشرۍ د کابل بازان دي چې په خپلو ۵ سیالیو کې درې ګټلي او په جدول کې شپږ نمرې له ځان سره لري، ورسره په دوهم مقام کې بیا د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک اتلانو لوبډله قرار لري دوی هم په ۴ سیالیو کې درې ګټلي او شپږ نمرې لري.

دغه راز په دریم ځای کې بیا د سپین غر زمریانو لوبډله قرار لري، دوی هم درې سیالۍ بایللې او په جدول کې څلور نمرې ترلاسه کړي دي، ورسره په څلورم ځای کې بیا د بند امیر ښامارانو لوبډله قرار لري چې دوی هم په څلوور سیالیو کې دوه ګټلي او ۴ نمرې ترلاسه کړي دي.

د شپږیزې لیګ د جدول په وروستیو کې په پنځم ځای کې د امو نهنګانو لوبډله قرار لري دوی هم په څلورو لوبو کې دوه ګټلي او دوه نمرې په جدول کې لري، دغه راز په وروستي ځای کې بیا د بوست ساتونکي لوبډله قرار لري دوی هم په ۴ لوبو کې دوه نمرې ترلاسه کړي دي.

د يادولو ده چې سبا سهار ۹ بجې به د امو نهنګانو او مس عينک اتلانو ترمنځ لوبه ترسره شي ورپسې به همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجې د بند امير ښامارانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره شي.

Your SEO optimized title page contents