fbpx

کابل:د جرمونو کچه ټېټه شوې – ولې باید امنیتي‌ معین لیري شي‌؟

خبریال ډاټ کام کابل / ۱۴ اکتوبر۲۰۱۹دافغانستان په پلازمېنه کابل کې په دې وروستیو کې د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې ده .

د کابل پولیس وايي چې په دې وروستیو کې په اوست ډول هره ورځ شاوخوا شل داسي کسان نیول کېږي چې په غلا غدیو ، وژنو ،ترټونو او په جنايي پېښو کې ککړ دي.‌

د کابل ښار د امنیت د سومون او پر مختګ سره هم مهاله د افغانستان دملي شورا ځینو غړو او همدا راز د مشرانو جرګې ځینو استازو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین خوشحال سعادت د لیري کېدو غوښتنه کړې ده .‌

وکیل صاحبان واييچې ددوی موټر دي نه پلټل کېږي او ددوی هر موټر ته دي د تورو ښیښو اجازه ورکړل شي ، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې هر شکمن موټر باید وپلټل شي که هغه د هر چا سره تړاو لري .

پرون د یک شنبې په ورځ د کابل پولیسو په هود خیلو سیمه کې د مشرانو جرګې یو غړی حنیف حنیفيهم پلټلی وو، که څه هم د حنیفي ساتونکو د پولیسو سره د مخالفت هڅه وکړه خو پولیسو خپلو پلټنو ته دوام ورکړ او د شاوخوا پنځو ساعتونو لپاره د مشرانو جرګې دا غړی هلته کښېنول شوی وو.

اوس تر پارلمان را وروسته د مشرانو جرګې غړو هم د خوشحال سعادت د هڅو مخالفت پیل کړی دی خو په کابل کې عام خلک له خپلو امنیتيساتونکو خوشحاله برېښي او هڅه کوي چې د خپلو ساتونکو ملاتړ وکړي .

د کابل په خېر خانه مېنه کې یوه دکاندار محمد اسماعیل خبریال ډاټ کام ته وویل :

« ښه ده چې دا خپل سري له دې خبر شي چې پلټل او توهین څومره زور غواړي ، موږ هره ورځ د وکیل صاحبانو د امنیتي ساتونکو له لوري ښکنځل کېږو ،ترټل کېږو او توهین راته کېږي ،خو که دوی یوه ورځ پولیس وپلټي بیا دادوی ته خیانت برېښي . په کار دي امنیتي ځواکونه خپلو پلټنو ته دوام ورکړياو د هیچا پروا ونه کړي . »‌

د کابل ښار د مکرویانو اوسېدونکی ذکریا عثمانيچې په دولتي مطبوعه کې کار کوي وايي چې :

« فساد او د جنايي جرمونو ریښې ټولي له همدغو وکیلانو سره خښي دي ، په کار دي چې راتلونکی حکومت له وکیلانو نه دا قانوني مسئونیت یا واخليیا یې کم کړي چې د نا امنیو سبب ګرزي . »‌

د کابل ښاریان وايي چې وکیلان وليباید په تورو ښیښو ګاډو کې وګرزي ؟ ددوی موټران خو د مرمیو او ځانمرګو ضد دينو بیا د تورو ښیښو ساتل پر څه ؟

خلک وايي چې توري ښیښې ګاډيدي په افغانستان کې بند کړل شياو امنیتي ادارو ته دي داسياختیار ورکړل شي چې هر قانون ماتونکيته لاس واچولای شي‌.

د کابل ډېری اوسېدونکي په دې باور دي چې امنیتي معین خوشحال سادات باید وستایل شيچې د مجرمینو او ځینو پردي پالو وکیلانو ځواب وویل شي او په دې توګه به په کابل کې په اتومات ډول د پېښو ګراپ نور هم ټیټ شي‌.

Your SEO optimized title page contents