fbpx

جاپان کې هاګیبیس توفان پراخه مرګ ژوبله اړولې

خبریال ډاټ کام لندن / ۲۴ اکتوبر۲۰۱۹په یو ساعت کې ۲۱۶ کیلو مېتره واټن  وهونکي توفان د جاپان په پلازمېنه ټوکیو کې درانه تلفات اړوليدي .

جاپاني رسنۍ وايي چې تر دم ګړیه ټول ټال (۲۴) کسان مړه شوياو لږ تر لږه (۱۵) نور ورک دي .

د توپان ځپلو سره د مرستي پر پار پوخ هم د ټوکیو کوڅو ته راوتلی او هم داراز ټول ټال (۱۳۱۰۰۰) یو سلو یو دېرش زره ژغورونکي بوخت دي چې له توفان نه د جاپان د ټوکیو ښار اوسېدونکي وژغورياو توفان ځپلو ته مرستي ورسوي .

دا تاریخيتوفان د انسانيتلفاتو سره سره پراخ ماليزیانونه هم اړوليدي .

ځینو حیواناتو ته هم زیان اوښتی او ډېری حیوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

جاپاني پوځیان په الوتکو او کښتیو کې د خلکو په ژغورونو بوخت دي، خو  د جاپان د مرکزي سمندر ناګانو په ګډون د ډېرو سمندرونو اوبه له خپلې سطحې پورته شوي دي، د استوګنو سیمو، سړکونو او لارو کوڅو ته ختلي دي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي.

پر جاپان باندي دا توفان په داسيحال کې راغلی چې هلته د رګبي د روان نړیوال جام سیالۍ رواني وې چې د توفان له کبله ځنډېدلي دي‌.

د جاپان په مرکز ټوکیو او شا وخوا سیمو کې لا هم تېز اورښتونه روان دياو بیلا بیليسي لا هم ددغه تېز توفان سره مخامخ دی چې لا هم د مرګ ژوبلياحتمال او ډېرښت پر ځای پاتې دی .

جاپان چې سختيزلزلې لري او د زلزلو سره د مقابلې په موخه یې ځواکمنې ودانۍ جوړيکړې دي ، د قدرتياقتونو د مخنیوي چاره یې تر نورو هیوادونو ځواکمنه ده ، خو بیا هم دغه اوسنيتوفان چې په یو ساعت کې ۲۱۶ کیلو مېتره واټن  وهي او د هاګیبیس توفان نوم ورکول شوی وېرونکی توفان بلل شوی دی .

توفان په بیلا بیلو سیمو کې موصلاتي نظام ګډوډ کړی او تر ډېره بریده د برېښنا مزيغوڅ شوياو تلیفونياو انټرنیټيخدمتونه هم پّ ځینو برخو ې له کاره لوېدلي دي .

دا د جاپان په تاریخ کې په دې وروستیو کې تر ټولو وېرونکی توفان بلل شوی چې پراخ تلفات یې اړوليدي .

د توفانونو لړۍ په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې زیاته شوې چې څه موده وړاندي یې امریکا وځپله او اوس یې په جاپان خپليمنګولې خښي کړي دي .

البته په نوره نړۍ کې د خدايي افتونو لپاره کوټليګاونه اخیستل کېږي او لا له وړانديیې د مخنیويبشپړي هڅي شوې وي ، خو په افغانستان کې که خدای مکړه د ورته توفان یوه وړه برخه هم را څرګنده شي ،ښايي پراخ تلفات واړوي .

Your SEO optimized title page contents