fbpx

پر بایسکلونو د سولې پیغام؛ لېږدونکی کاروان!

خبریال وېبپاڼه/ ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹- یو لوی ارمان ته د رسېدو په پار کوچینۍ؛ خو لویې هڅې. هغه ارمان چې کلونه ــ کلونه پسې خلک د جګړو په اورونو کې لولپه شول؛ افغان سوله. د ځوانانو دې لس کسیز کاروان، له غزني  حرکت کړی له میدان وردګو، کابل او لغمان ولایتونو تیر شوي او ننګرهار ته یې د بایسکلونو په ځغلولو سره د سولې پیغام رسولی دی.

دوی وایي، له هغو ولایتونو چې دوی تیر شوي دي، ولسونو ته یې د سولې پیغام او له جګړې کرکه ور اورلې ده. نن سهار ننګرهار ته را ورسېدل، ددې ولایت مقام کې یې د رسنیو او د ننګرهار والي سره ناسته درلوده. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ددې کاروان له غړو سره په خپلو خبرو کې وویل:

(( په اوسنيو حالاتو کې اړتيا ده، چې د سولې او ثبات ترلاسه کولو او فکري تغير په موخه د ولايتونو په کچه له يو ولايت څخه بل ولايت او د ولسواليو په کچه له يوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته د فکري ځوانانو سفرونه تر سره شي)).

بیا ورپسې، د غزني ولايت څخه د بايسکل په ځغلولو سره د سولې او دوستۍ پيغام را ليږدونکو ډلګي مشر سميع وويل، چې له ياد ولايت څخه يې د لس تنو ځوانانو په ملتيا د بايسکل په ځغلولو ميدان وردګ، کابل، لغمان او دا مهال ننګرهار ته د سلګونه کيلومتره مزل په طی کولو سره د دوستۍ او سولې په نوم پيغامونه را وليږدول:

(( له غزني مو حرکت وکړ، په ټوله لاره تر ننګرهار مو د سولې نارې وویلې. د جګړې ښکېلې لورې مو سولې ته راوبلل)).

ډلګي مشر سمیع زیاته کړه. غواړي په هېواد کې سرتاسري او باعزته سوله او ثبات رامنځته شي او په همدې موخه؛ که ور سره مرسته وشي د هېواد بېلابېلو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو ته به د پيغام لېږد په موخه سفرونه وکړي. نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې به هېڅ داسې کورنۍ نه وي پاتې چې د روانې جګړې قرباني شوي نه وي. دلته جګړه تر حده واوښته. افغانان یې نور نشي زغملی.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې د سولې ولسي کاروان چې لا هم فعال دی، له هلمنده د تیر کال روژه کې لوڅې پښې سفر پیل کړ، تقریباً ټولو ولایاتو ته یې د سولې په پار سفرونه وکړل. هم یې ولسونو سره لیدنې وشوې، هم یې وسله والو طالبانو او هم یې له ولسمشرغني او نورو چارواکو سره.

په ورته مهال یې په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو سفارتونو او سیاسي دفترونو مخو ته د پرلت خیمې ووهلې، او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې په افغانستان کې دې د جګړې سکروټو ته پوکي نه ورکوي، بلکې د روغې او جوړې لپاره دې خپلې هڅې وکړې.

Your SEO optimized title page contents