fbpx

د افغان زده کوونکي په لاسونو جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه چې په هوا ګرځي!

خبریال وېبپاڼه/ ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹-

د ننګرهار په یوې لیرې پرتې شینوارو ولسوالۍ کې د ښوونځي یو زده کوونکي چې بې پیلوټه الوتکه، نظامي هډه او نظامي بیړۍ یې جوړه کړې. دا زلموټی میر احمد نومیږي او د الفتح په نامه د یوې ځایې لیسې زده کوونکی دی. مير احمد یاده بې پیلوټه الوتکه د عادي وسايلو په مرسته جوړه کړې، چې هوا ته پورته کيږي او ترې یوې اندازې پورې مزل هم کولای شي. د یاده زده کوونکي په لاسونو جوړ شوی نظامي مرکز بیا پرمختللی دی؛ دروازې یې په ريموټ خلاصيږي او په کې د سرتیرو لپاره ټاورونه او د نظامي وسلو او تجهيزاتو ساتلو او کارولو سيستمونه هم شتون لري.

په ورته مهال یې یوه نظامي بیړۍ چې په ځانګړي نوښت د نظامي اهدافو او فعالیتونو د تر سره کېدو په موخه د تمثيل په توګه هم جوړه کړې ده. د شینوارو ولسوالۍ مسوولینو یاد زده کوونکی د دې ولسوالۍ رابللی، او د نوموړي په لاسونو جوړ شوي نظامي وسایط یې د خلکو پر وړاندې نندارې ته وړاندي کړي دي. لیدونکو او مسوول چارواکو ورته ډالۍ ورکړي دي. او هڅولی یې دی چې نور وسایل هم جوړ کړي.

میر احمد وایي، تردې ور اخوا یې نور وسایل هم جوړ کړي دي، چې په کې موټرې، ټانکونه، ټوپکې او نور شامل دي. دا ځوان له حکومته ورته د امکاناتو د برابرېدو غوښتنه کوي، وایي: (( که چیرته حکومت راته امکانات راکړي، زه کولای شم نور داسې وسایل هم جوړ کړم او په خپل کار کې لا پرمختګ وکړم)).

د شینوارو ولسوالۍ اجرائیه آمر عتیق الله منیب او نورو چارواکو د میراحمد ابتکار او نوښتونه ستایلي او هم یې ورته نغدي پیسې د جایزې په توګه ورکړي دي.  هممهاله یې نوموړي تشويق کړ، چې خپلو زده کړو او نوښتونو ته ادامه ورکړي او پر حکومت يې غږ وکړ، چې دغه ځوان ته امکانات برابر او ځانګړې پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې هم په افغانستان کې د ښوونځي زده کوونکو او د پوهنتونونو محصلینو، ښوونکو او عامو افغانانو بېلابېل نوښتونه ترسره کړي دي. وسایل یې جوړ کړي؛ خو د حکومت له خوا ورته د نه پاملرنې او د امکاناتو نه برابرېده یې زړونه مات کړي دي، او له خپلو هڅو وروسته شوي دي.

که چیرې حکومت په دې برخه پانګوونه وکړي، پاملرنه او امکانات ورته برابر کړي، ډېر پټ استعدادونه او کدرونه شته چې ورسره به وغوړیږي او هغه ورځ لیرې نه ده، چې افغانستان به خپلې الوتکې، ټانکونه، وسلې او نور وسایل د همدې او دې ورته د نورو ځوانانو پر مټ جوړ او ولري.

Your SEO optimized title page contents