fbpx

ښوونځي ورانونکو ته پېغور- ولس د مکتبونو رغول پيل کړل

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اکټوبر ۲۰۱۹ – د پکتیا پوهنې ریاست وایي، روان کال د دې ولایت ولسي خلکو له پوهنې بهیر سره ۳۲ ملیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې، چې د دریو ښوونځیو ودانۍ، د ځینو ودانیو ترمیم او درسي مواد پکې شامل دي.

پوهنې ریاست زیاتوي، د پکتیا والو له لوري د نغدي مرستو تر څنګ ۵۴ جریبه شخصي ځمکه هم یاد ریاست ته په واک کې ورکړل شوې ده څو یاد مهم ښوونځي پرې جوړ کړي او په دې سره د زده کړو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د پکتیا د پوهنې ریاست مسوولین هم وایي، د خوښۍ ځای دی، چې ولسي وګړي د تل په څېر د خپلې سیمې د معارف د پرمختګ لپاره د ځمګې پر وقف سر بېره د ښوونځيو جوړولو لپاره نغدي مرسته کوي.

پوهنې ریاست د یادو ولسي وګړو ستاینه او قدردانی کړې او د تل په څېر یې د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړي ډول له ملي سوداګرو غوښتي، چې د پوهنې د کمي او کیفي ودې او پرمختګ لپاره له دوی سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

یاد ریاست وایي له ژمنې سره سم به په یادو نغدي مرستو په مهمو سیمو کې ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د یادې سیمې خلک وایي خوښ یو چې د ښوونځيو لپاره د نوېو ودانیو د جوړېدو له لارې ګڼ شمېر زده کوونکو ته خوندي تدریسي چاپېریال برابر کړی او د سیمې د پوهنې په وده او پرمختګ کې یې ونډه واخلي.

دوی له نورو ولسونو هم وغوښتل، چې د خپلو سیمو د معارف د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي او په دې ترتیب سیمه له پرمختللي معارف څخه برخمنه کړي.

  • د پکتیا ولسي خلکو وسله والو طالبانو ته په پیغور سره ویلي دي چې دوی د ښوونځیو رغولو لپاره په خپله لاس غځولی دی او هغه ښوونځي به هم رغوي چې د طالبانو له لوري وخت ناوخت سوځول شوي دي.

وسله والو طالبانو په پکتیا او نورو ولایتونو کې تل د هلکانو او نجونو ښوونځي د برید لاندې راوستي دي دوی د ښوونځیو سوځولو ترڅنګ اداري خونې، تحویلخانې، د ښوونځي اسناد، دروازې،کړکۍ، سلګونه مېزونه،څوکۍ، درسي کتابونه،حاضري ګانې او لابراتواري وسایل سوځوي.

خو د پوهنې ریاست د طالبانو دغه ډول عمل بار بار غندلی دی او په وینا یې هڅه کوي چې له ښکېلو لورو سره خبرې وکړي، څو د پوهنې په برخه کې ستونزې جوړې نه کړي او د ښوونځیو سوځولو روانه لړۍ ودروي.

د یادولو ده تېر کال هم ولسي خلکو له پوهنیز بهیر سره د ۶۰ میلیونه افغانيو برابر ۷۲ جریبه وړیا ځمکه او ۲۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته کړې وه.

Your SEO optimized title page contents