fbpx

ترکیه کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې – تلفات اوښتي

خبریال ډاټ کام کابل / ۱۴ اکتوبر۲۰۱۹له تر کیې تر لاسه شوي راپورونه وايي چې د هغه هیواد د بالک اسیر ولایت په ایولک ولسواليکې سمندر هغه کښتۍ ډوبه کړې چې کډوال ورکيسپاره وو.

ځايي چارواکو ویلي چې به کښتۍ کې ټول تال ۳۵ کسان سپاره وو چې د اوښتو دلیل یې لا تر اوسه نه دی څرګند.‌

تر دم ګړیه د دوو وړو ماشومانو مړيموندل شوي دي‌.

ځایی چارواکی واييچې د سمندريپېښود خونديتوب ځواک د چورلکو او کښتیو په مټ له ډوبيشوې کښتۍ نه (۳۳) کسان ژغورليدي .

ددغو ډوبو شویو کډوالو په تړاو لا دم ګړی معلومات نه دی ورکړل شويچې له کوم هیواد سره اړیکيلري،خو په لویه کې په ترکیه کې دنړۍ د نورو کډوالو ترڅنګ لوی شمېر افغانان هم د اروپا ييهیوادونو ته د تګ په موخه په ترکیه کې مېشت دي‌.

ترکیه او د نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو کې زرګونه نا قانونه کډوال د ښه ژوند په موخه د کبانو خوراک شويدي‌.

تر دې وړانديد ترکیې د موغلا ولایت  د بودروم  ولسوالۍ په سواحلو کې  د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې وه چې پراخ تلفات یې لرل .

له ترکیې نه اکثره کډوال یونان ته په وړو کښتیو کې سفرونه کويچې نیکمرغه یې ځان رسويخو بدمرغو ته یې د سمندر اوبو کې شته کبان انتظار باسي‌.

تازه دمه خپاره شويمعلومات ښيي چې له ترکیې پرته په نوره نړۍ کې هم کډوالو ته سمندرونه سخت ګواښبلل کېږي‌.

د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ، اوشین وایکنګ، د وروستی اونی په پای کی ١٧٦ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل.

د اس او اس مدیترانه سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د ژغورل شویو کډوالو په ډله کې حاملې ښځې او ماشومان هم شته.

د اوشېن وایکنګ په ټویټ کې راغلي چې د کډوالو د ژغورنې لومړۍ عملیات په ترڅ کی، د یکشنبی په ورځ ( د اوکتوبر ١٣ مه) ٧۴ کډوال چه ٦ کسانو یې ماشومان و دلیبیا نژدی اوبو نه وژغورل شول.

له افغانستان نه هم سلګونه زره کډوال د نوري‌نړۍ د ښه ژ،ند په موخه کوچېدلي‌دي‌چې ګڼو یې ژ،ند له لاسه ورکړی دی .

کډوالي‌ په ټوله نړۍ کې اوس یوه شته ستونزه ګڼل کېږي‌،خو جګړه ځپلي‌هیوادونه ددغې ستونزي‌له کبله زیات کړېږي‌.

په اروپآيي‌هیوادونو کې د کډوالو ورتګ ځايي‌اوسېدونکو ته ستونزي‌جوړوي ،خو له جګړه ځپلو هیوادونو د کډوالو تګ ستونزي‌پېښه وي‌.

په افغانستان کې د جنګ ګړو له کبله افغانان نورو هیوادونو ته کډوال کېږي‌او دلته ځیني‌قدرونه نه پاتېږي ، خو ځیني‌بدقسمته کډوال بیرته نه دافغانستان او نه هم د اروپآشي‌او له بده مرغه د کبانو خوراک شي .

Your SEO optimized title page contents