fbpx

کرزی: د ملکیانو پر وړاندې دې هوایي عملیات ودرول شي

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اکټوبر ۲۰۱۹ – د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په بدخشان کې هغه هوايي عملیات چې له امله یې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده په کلکو ټکو غندلي دي او ویلي دي چې دا ډول عملیات دې ژر تر ژره ودرول شي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکي وګړو ته زیان رسېږي لوی بشري جنایت دی.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نوموړي یو ځل بیا د دې ډول بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده او په هېواد کې یې د سراسري سولې ټینګښت لپاره د سولې خبرو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې د هوایي عملیاتو پر وړاندې کلک غبرګون ښکاره کړ کله چې د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو خبر ورکړ چې ګواکې په دغه ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، برید تېره شپه د ملکيانو په کورونو شوی چې له امله یې ۱۵ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي هم د برید پخلی کوي او وایي چې په یاده پېښه کې د طالبانو د یو قومندان په ګډون درې طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، دوی ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، په پېښه کې دغه راز دوه ملکي وګړي شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان دي.

په جګړو او هوایي بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په تړاو څو ځلي ولسمشر غني هم غبرګونونه ښودلي دي هغه وایي ملکي تلفات د جنګ له بدبختیو څخه یوه ده چې د او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه ده او باید د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په موخه لا زیات تدابیر ونیول شي.

ولسمشر هغه مهال ویلي وو، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین وسله وال طالبان دي چې تل یې د خلکو له کورونو او کلیو څخه د ډال په توګه استفاده کړې ده او آن د بهرنیو تروریستانو کوربه توب کوي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو یا (یوناما) هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې ښکېلې غاړې دي د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

Your SEO optimized title page contents