fbpx

کابل: د موټرو د تورو خیښو د پاکولو کمپاین روان دی

د کابل پولیس وایي چې د زور واکانو د موټرو د خیښو د سپينولو کمپاین په شدت روان دی.

دغه ګام د ښار د امنیت لپاره پورته کړای شوی دی.

پولیسو له یوې اونۍ را پدې خوا د ښار په بیلا بیلو برخو کې د تلاشۍ پوستې جوړي کړي او ټول هغه موټر پلټي چې توري خیښي ولري او یا هم لایسنس پلیټ یې نه وي.

په دغه لړ کې د پارلمان د ګڼو وکیلانو د موټرو تورې خیښې هم پاکې کړای شوي چې پر وړاندي يی مخالفتونه هم موجود ول.

اوس د کابل پولیسو شمیري ښيي چې په تیرو څو ورځو کې یې د نږدې ۱۰۰ موټرو تورې خیښې پاکي کړي دي.

پولیسو همدا راز د دوه میله کلاشینکوفونو، ۱۲۰ عدده شاژورونو، ۱۰ لاسي بمونو او یو شمیر زغرو او پوځي جامو د تر لاسه کولو خبر هم ورکړی دی.

ویل کیږي چې په دغه ښار کې ډيری جرمونه د هغو کسانو له لوري تر سره کیږي چې په خپله سره وسلي او د تورو خیښو موټر ګرزوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پولیس دغه ډول کمپاین پیلوي بلکې له کلونو راهیسي دغه کار روان دی خو لا هم هغسي چې خلک یي تمه لري نه دی پلی شوی.

میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents