fbpx

کومه لوبډله به د شپږیزې لیګ پایلوبې ته لار پیداکړي؟

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اکټوبر ۲۰۱۹- د افعانستان په شپږیزه غوره لیګ کې دوه لوبډلې بوست ساتونکي او امو نهنګان له دوهم پړاو پلی اف سیالیو بهر شوې، خو نورو څلورو لوبډلو مس عینک اتلانو، کابل بازانو، بند امیر ښامارانو او سپین غر زمریانو د لیګ دوهم پړاو ته لار پیداکړه.

نن د شپږیزې غوره لیګ د لومړي پړاو په وروستیو دوه سیالیو کې مس عینک اتلانو د امو نهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د بند امیر ښامارانو د بوست ساتونکو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره له شپږیزې لیګ څخه کور ته رخصت کړې.

د سهار پر مهال په لومړۍ سیالۍ کې مس عینک اتلانو په دریو منډو امو نهنګانو لوبډلې ته ماته ورکړه او په دې لیګ کې لومړی مقام خپل کړ.

په دې سیالۍ کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۳ منډو هدف امو نهنګانو ته وټاکه چې په وروستیو شېبو کې ترې دفاع وکړه.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې نور علي ځدراڼ ۷۳ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رولو ولوبوه.

د ۱۶۳ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او په ۳ منډو يې یاده لوبه وبايلله.

د امو لوبډلې لپاره ابراهيم ځدراڼ ۶۹ او منير احمد ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نکړ چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۷۳ منډې کړې وې.

په دوهمه ماسبښینۍ سیالۍ کې بیا د ۱۰۹ منډو په توپير سره د بند امير ښامارانو لوبډلې د بوست ساتونکو ته ماته ورکړه او په دې لیګ کې دوهم مقام خپل کړ.

د بند امير ښامارانو لوبډلې په دې لوبه کې بوست لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه چېح په توپ وهنه کې ورته جاوېد احمدي د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې تر ټولو زياتې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ۱۹۴ منډو د هدف په ځواب کې د بوست ساتونکو لوبډلې په ۱۲.۴ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۸۴ منډې يې وکړې چې سیالی یې د ۱۱۸ منډو په توپیر بایلوده.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاوېد احمدي ته ورکړل شوه چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې يې تر ټولو زياتې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

  • د شپږیزي لیګ په لومړي پړاو کې تر ټولو مخکښه لوبډله د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک اتلان دي چې په پنځو سیالیو کې څلور ګټلي او په جدول کې اته نمرې لري، ورسره په دوهم ځای کې بیا د بند امیر ښامارانو لوبډله قرار لري چې دوی هم په پنځو سیالیو کې دوه ګټلي او ۴ نمرې ترلاسه کړي دي.

د شپږیزې لیګ د جدول په دریم ځای کې بیا د اصغر افغان په مشرۍ د کابل بازانو لوبډله قرار لري چې دوی هم په خپلو ۵ سیالیو کې درې ګټلي او په جدول کې شپږ نمرې له ځان سره لري.

دغه راز په څلورم ځای کې بیا د سپین غر زمریانو لوبډله قرار لري، دوی هم درې سیالۍ بایللې او په جدول کې څلور نمرې ترلاسه کړي دي.

د شپږیزې لیګ د جدول په وروستیو کې په پنځم ځای کې د امو نهنګانو لوبډله قرار لري دوی هم په پنځو لوبو کې دوه ګټلي او دوه نمرې له ځان سره لري، دغه راز په وروستي ځای کې بیا د بوست ساتونکي لوبډله قرار لري چې دوی هم په پنځو لوبو کې دوه نمرې ترلاسه کړي دي خو دغه دواړه لوبډلې له مخکې تګ څخه پاتې شوې.

د يادولو ده چې د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه سهار ۹ بجې به په لومړۍ پلی آف لوبه کې د مس عينک اتلان او د بند امير ښاماران لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

دغه راز ماسپښين ۱:۱۵ دقیقي بيا په دويمه پلی آف لوبه کې د کابل بازانو او سپين غر زمريانو لوبډلې له یو بل سره سیالي ترسره کړي.

Your SEO optimized title page contents