fbpx

کمیسیون: نږدې دوه ملیونه رایي سرور ته اچول شوي

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسولانو تر دې وړاندې ویلي وو چی په ولسمشري ټاکنو کې له ۲ میلیونه او ۶ سوه زرو نه ډېرو کسانو ګډون کړی، خو نن یې په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د رایې ورکولو له ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونو نه څه باندې یو میلیون او ۷ سوه زره بایومټریک شوې رایې سرور ته دننه شوي او د څه باندې ۳ زره او ۹۸۰ محلونو بایومټریک شوې رایې لا هم سرور ته نه‌دي لېږدول شوي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنرې رحیمه ظریفي وویل، د پاتې محلونو رایې به هم نن او سبا سرور ته ولېږدول شي، خو په وینا یې، یادې شمېرې د بدلون وړ دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو وویل، دوی ژمن دي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه نېټه اعلان کړي، خو که بیا هم ځنډ په‌کې راشي، د پایلو د اعلان موده به یې یوازې څو ورځې وغځول شي.

د دوی په وینا، د بایومټریک هغه دستګاوې چې لادرکه دي، رایې یې دا باور وړ نه دي.

د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکې د کمېسیون د کمېشنرانو او د دارالانشا ترمنځ نه همغږي او ستونزې موجودې دي.

هغې وویل، دوی ملي ګټو ته ژمن دي او په بیپرې توګه به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې د ولسمشري ټاکنو لپاره د ټول هېواد په کچه ۲۹ زره او ۵۸۶ د رایې ورکولو محلونه اعلان شوي وو چې د یو لړ امنیتي او نورو ستونزو له کبله د رایې ورکولو په ورځ ۳ زره او ۱۸ محلونه تړلي اعلان شول.

سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایي، دوی ته یوازې بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي، خو ګڼ شمېر داسې هېوادوال هم شته چې د بایومټریک د دستګاوو خرابوالي یا نه موجودیت له امله یې په ځینو محلونو کې رایې کارولي او د هغوی د رایو برخلیک لا هم پر ځای پاتې دی.  میرویس جلالزی

میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents