fbpx

د زمبابوې لوبډلې یو ځل بیا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۴ اکټوبر ۲۰۱۹ – په تېره جولای میاشت کې د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د یوې پرېکړې له مخې د زمبابوې کرکټ بورډ د هر ډول غړیتوب او له امتیازاتو څخه محروم کړی وو، خو نن زمبابوې د آي سي سي د غړو په توګه بيرته راستون شو .

د کرکټ نړیوالې شورا یا د آي سي سي رئيس شانشنک منوهر، اجراييوي مشر منو سوهني، د زمبابوې د کرکټ بورډ د غړو او د نورو هېوادونو غړو ترمنځ نن ناوخته په دوبۍ کې یوه مهمه غونډه ترسره شوې چې په ترڅ کې د زمبابوې لوبډله یو ځل بیا له هر ډول امتیازاتو برخمنه شوه او بشپړ غړیتوب یې له ځان سره وساته.

ای سي سي وایي د زمبابوې لوبډله اوس حق لري چې د جنوري په میاشت کې د نارینه وو په ۱۹ کلنو نړیوال جام کې خپل ټاکل شوی ځای ونیسي دغه راز به د ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام لپاره په غوراوي پړاو کې هم ولوبېږي.

آی سي سي په یوې خبر پاڼه کې ویلي: “مونږ غواړو چې د زمبابوې د سپورټ له وزیر څخه د زمبابوې د کرکټر بیارغونې لپاره د هغې ژمنې لپاره مننه وکړو.

خبر پاڼه لیکي”د زمبابوې کریکټ په ملاتړ کې د هغې علاقه څرګنده وه او هغه پرته له مشروط ډول د آی سي سي بورډ لخوا وضع شوي شرایط اطاعت کړل.

ای سي سي وایي زمبابوې لوبډلې ته به د لوبو برابرولو او د مالي تړونونو پر وخت یوه ډله هم قرار ولري چې دوی به د زمبابوې بورډ له نږدې تر وروستیو څاري څو له ورته فساد سره یو ځل بیا مخ نه شي .

د معلوماتو له مخې د زمبابوې کرکټ د سیاسي مداخلو د بودیجې د ناسم استعمال او په دندو کې د غیر مسلکي کسانو د ټاکلو په وجه له منځه تللی وو.

هغه مهال د زمبابوې ملي لوبډله له هر ډول کورني او نړیوال کرېکټ څخه بې برخې شوی وو او له ډیری پلان شویو سیریزونو څخه هم وتلې وه، خو اوس یو ځل بیا ور داخل شوه.

د ای سي سي نننۍ غونډه وړاندی په اسټرالیا کې پلان شوی وه خو د کرکټ نړیوالی شورا د مشر ششانک منوهر د روغتیا له کبله چې ډاکټرانو ورته د اوږده سفر نه کولو سپارښتنه کړی وه چې په دوبۍ کې ترسره شوه.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین (فرهان یوسفزي) هم د کرکټ نړېوالې شورا په عمومي غونډه کې برخه اخیستې ده ، خو لاهم نه ده معلومه چې افغان کرکټ بورډ له کومې اجنډا، غوښتنو او سپارښتنو سره په یاده شوی غونډه کې ګډون کړی دی.

Your SEO optimized title page contents