fbpx

د بایسکل ۱۵۹ چوکیو پټوونکی ونیول شو

 

خبریال ډاټ کام/۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹- کله چې پولیسو د ۶۱ کلن ایکو هاتوری په کور چاپه واچوله،نه یوازې دا چې یو یا دوه د بایسکل غله شوي زینونه یې ترې لاسته راوړل،بلکې ۱۵۹ غله شوي زینونه یې د هغه له کور څخه لاسته راوړل،هاتوري پولیسو ته ویلي چې مسلک یې غله نده،بلکې په انتقامي توګه یې دا کار کړئ دی.

دا چې څنګه تفصیل یې په لاندې ډول دی:

تیره اوونۍ جاپاني پولیسو په توکیو ښار کې یو معمولي کوچنۍ شکایت ترلاسه کړ،چې د یوه کس د بایسکل څخه زین غله شوئ دی،که څه هم چې دا یوه کوچنۍ موضوع وه،خو پولیسو د غلې د نوعیت معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې.

پولیسو د سي سي ټي وي کیمرو په مرسته وکولی شول معلومه کړي،چې د بایسکل څخه د زین یا چوکۍ پټوونکی یو په عمر پوخ رسیدلی کس دی،چې د بایسکلو پارکینګ ته ور داخلیږي او په خاموشۍ سره د سایکل څخه زین راخلاصوي او روانیږي.

نوموړي شخص هویت هم معلوم شوی او نوموړی اکیو هاتوري نومیږي چې ددغه پارکینګ څخه په لنډه فاصله کې استوګنه لري.

پولیسو ډاډ ورکړ چې بایسکل څخه غله شوی زین یا چوکۍ به د هغه له کور څخه بیرته راوړي او خپل کس ته به یې وسپاري. خو کله چې پولیسو د هغه په کور چاپه ووهله، نه یوازې یو او دوه زینونه!،بلکې ۱۵۹ غله شوي زینونه یې ترې لاسته راوړل.

۶۱ کلن ایکو هاتوري هم پخپل جرم اعتراف کړئ،ویلي یې دي چې مسلک یې غله نده. بلکې تیر کال چې کله یو چا دده له بایسکل څخه چوکۍ یا زین پټ کړ، سخته ذهني صدمه یې ترلاسه کړه او له هغې راهیسې یې د انتقام اخیستلو په بدل کې د بایسکلونه څخه د چوکيو یا زینونو پټول شروع کړل.

هاتوري پولیسو ته وویل،” زه غواړم چې نور هم پدې پوه شي چې بایسکل زینونه داسې کوم ارزښتمن شئ ندی،خو پټولو سره یې نورو ته څومره تکلیف او زیان رسیږي.”  

اکیو هاتوري اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دی،او ممکن د یوه څه کمې جریمه وروسته به د پولیسو د حبس څخه خوشۍ شي.

یاده دې وي چې د بایسکلونو جوړولو په برخه کې جاپان په نړۍ کې دریم ستر هیواد دی.او اوس هم په یاد هیواد کې زیاتره خلک د تګ او راتګ لپاره د بایسکلونو څخه استفاده کوي.

Your SEO optimized title page contents