fbpx

ننګرهار کې د پاکستانۍ ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي

خبریال ډاټ کام/۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹-  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ننګرهار کې د پاکستانۍ ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځته کوو. نوموړی وزارت دا خبره داسې مهال کوي چې له تیرو ۲ کلونو را په دې خوا په یاد ولایت کې خلک د پاکستان د ویزو د لګولو په برخه کې له لوی درد سر ته مخامخ دي. د یاد وزارت مالي او اداري معینې ناهید ایثار ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره د یادې موضوع په پار ځانګړې ناسته کړې ده او د نوموړې ستونزې د حل په برخه کې یې د اسانتیاوو او سهولتونو د رامنځته کولو ژمنه کړې ده:

(دا یوه جدي ستونزه ده. زمونږ هڅه دا ده چې په یاده برخه کې سهولتونه او اسانتیاوې رامنځته کړو، دا باندینو چارو وزارت مسوولیت دی).

د ترسره شوې لیدنې پر وخت د پاکستانۍ ویزو په برخه کې د سهولتونو په رامنځته کېدو،د شپږو میاشتو څخه د ویزې مودې په غځیدو، په انلاین ډول د ویزو اخیستو په برخه کې د سهولتونو په رامنځته کېدو، خصوصي سکتور ته د ویزو اخیستو لړۍ د سپارلو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوي.

 د یادې لیدنې پر وخت د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل هیله څرګنده کړې چې د هېواد بهرنیو چارو وزارت دې مرکز کابل کې د پاکستان سفارت سره په همغږۍ او د دیپلوماتیکو لارو ــ چارو په نظر کې نېولو سره په دې ولایت کې د اته ولایتونو خلکو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې سهولتونه رامنځته کړي .

د ننګرهار والي:

(د ننګرهار په شمول کونړ، لغمان، نورستان، لوګر، خوست، لویه پکتیا او کاپیسا هغه ولایتونه دې چې خلک یې پاکستان ته د تګ ــ راتګ په موخه دلته ویزې لګوي. دارنګه د تورخم د ترانزیتي لارې مسله ده، سوداګر او د موټرو چلوونکي هم دلته ویزې لګوي؛ نو ځکه بیروبار ډېر زیات دی).

باید وویل شي چې تردې وړاندې هم د یادې ستونزې د حل په موخه په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله او نورو چارواکو سره ناستې شوي دي. خو نه یوازې دا چې اسانتیاوې په کې نه دي راغلي، بلکې ستونزه لا پراخه او جدي شوې ده. د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې ننګرهار کې د پاکستان کونسلګیرۍ مخ کې د بیروبار او ټیل له کبله یو ماشوم، یوې میرمنې او یو سپین ږیري سړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د کمیشنکارانو له لورې خلک ته په پیسو د ویزې لګولو بله هغه ستونزه ده چې د نورو خلکو لپاره یې سرخوږی جوړ کړی دی. دا وخت کمیشنکاران یوه ویزه له ۱۰۰۰۰ واخله تر ۳۰۰۰۰ پاکستانیو کلدارو لګوي. د عامو خلکو باور دا دی چې دا کار د پاکستان کونسلګیرۍ دننه کارکوونکي کوي. دوی د هرې ویزې په بدل کې ځانګړې فیصدي اخلي.

Your SEO optimized title page contents