fbpx

د کینیا مسلمان مفکر او د «تاریخ پای» نظریه

خبریال ډاټ کام/۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹-  دا څو ورځې د تحلیل ژورنال د راتلونکې ګڼې لپاره د مقالو راټولولو او مقالو موندلو په هڅه کې یم. په همدې تکل کې وم، چې د پوهنتون یو پروفیسور مو یوه مقاله د لیټریچر ریویو د تمرین په موخه راواستوله، د مقالې عنوان «اسلام او د تاریخ پای» و. د دغې څېړنیزې مقالې لیکوال علي مزروي نومېده. ما لا تر اوسه دغه نوم نه و اوریدلی، نو ځکه د مقالې لوستلو هم خوند نه راکاوه. نه پوهېږم چې دا به ښه عادت وي او که خراب؛ خو ترڅو چې زه د لیکوال زده کړې، دنده او تخصص ونه وینم، مقاله په مینه او لېوالتیا نه لولم. خو دا چې د مقالې لیټریچر ریویو په صنف کې حتمي وه، نو زړه نازړه مې د مقالې پر لوستلو پېل وکړ. څومره مې چې مقاله لوستله، هومره مې د لویدیځ او اسلامي تمدنونو په تړاو د لیکوال له پراخې مطالعې او تحلیل څخه خوند اخیست. علي مزروي د کینیا د نوموتي عالم او قاضي الامین بن المزروي په کور کې په ۱۹۳۳ کال کې وزیږید. پلار یې د کینیا مشهور قاضي او لیکوال و، چې یو کتاب یې مشهور داعي حمزه یوسف انګریزۍ ته ژباړلی دی. علي مزروي خپلې لوړې زده کړې د لویدیځ په مشهورو پوهنتونو کې وکړې. ده خپل لسانس د انګلستان له مانچستر پوهنتون، ماستري یې د امریکا له کولمبیا پوهنتون، او دکتورا یې بیا د اکسفورډ له مشهور پوهنتون څخه ترلاسه کړه. وروسته ده د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو د بېلګې په توګه اکسفورډ، هارورډ او د اسلامي هېوادونو په یو شمېر پوهنتونونو کې د استادۍ دنده ترسره کړه.

که څه هم ما لا تر اوسه د دغه کینیايي مسلمان مفکر په تړاو ډېره مطالعه نه ده کړې او نه مې هم د دغې مقالې پرته د ده نورې مقالې او کتابونه لوستي. خو غواړم، دلته په یوه وړه لیکنه کې د امریکايي مفکر فرانسس فوکویاما د تاریخ پای نظریې په تړاو د علي مزروي جالبه تحلیل تاسو ته وړاندې کړم. علي مزروي د امریکايي مفکر فرانسس فوکویاما «د تاریخ پای» نظریې په رد کې خپل لومړنی دلیل اسلام؛ د مذهبونو د پای مذهب په توګه راوړي؛ د مقالې یوه برخه یې پر همدې اړخ بحث کوي. زه دلته له دې بحثه تېرېږم؛ ځکه د یو مسلمان په توګه ډېری پرې پوهېږي.

له دې وراخوا، دی د لویدیځ تمدن د پرمختګ تر شا لوی لامل مذهب ګڼي! زما لپاره یې همدا اړخ هېښوونکی و؛ ځکه له دې وړاندې مو ډېر اوریدلي و، چې د اروپايي پرمختګ تر شا لوی لامل مدرنیزم او سیکولریزم دی. خو دی بیا په اروپا کې د پروتستانت مذهب او کاپیتالیزم د عروج ترمنځ اړیکه ښيي. دی خپل استدلال له دې ځایه پيلوي، چې په اروپا کې د کاتولیک مذهب مادیات، شتمنۍ او سود ته په بده کتل. همدا لامل و، چې د مارک په بایبل کې د عیسی علیه السلام له قوله لیکل شوي، چې دا آسانه ده، چې اوښ د ستنې له سوري تېر شي؛ خو سخته ده، چې یو شتمن سړی دې جنت ته داخل شي. خو وروسته د پروتستانت مذهب دوو مشرانو مارتېن لوتر کینګ او جان کالوین د خپلو رفارمونو له لارې دوه داسې کارونه وکړل، چې په اروپا کې يې پرمختګ ته لاره هواره کړه. لومړی؛ دوی د چرچ (نه عیسوي مذهب) پرضد کمپاین پیل کړ. د خلکو او خدای له منځه یې د پاپ کړۍ لرې کړه او داسې یې د خلکو او خدای ترمنځ پر مستقیمې اړیکې ټینګار وکړ. دویم؛ پیسې پيدا کول یا شتمن کېدل یې بد ونه ګڼل، بلکې د شتمنۍ استعمال یې بد وباله. د علي مزروي په اند همدا کار په اروپا کې د کاپیتالیزم د عروج باعث شو؛ ځکه خلکو له یوې خوا پیسو پیدا کولو ته ملا وتړله او له بلې خوا یې د پیسو په مصرف کې احتیاط کاوه او ګټل شوې پیسې به یې بیا په کار کې بندولې. همدې څرخ اقتصادي وده رامنځته کړه. همدا مهال په اروپا کې ساینسي انقلاب هم روان و، چې دې بیا د کاپیتالیستي انقلاب سره یوځای صنعتي انقلاب ته لاره پرانیستله. لیکوال د خپلې دغې ادعا لپاره یو بل دلیل هم وړاندې کوي، چې په اروپا کې هغو هېوادونو ډېر پرمختګ وکړ چې د پروتستانت مذهب لارویان وو (له فرانسې پرته). د فرانسې په تړاو مزروي بیا وايي، چې هلته د فرانسې انقلاب رامنځته شوی و!

علي مزروي د فرانسس فوکویاما د تاریخ پای نظریې ردولو لپاره خپل درېیم دلیل دا وړاندې کوي، چې په نړۍ کې سوشلیزم یا مارکسیزم ماتې نه ده خوړلې. په یاده دې وي، چې علي مزروي دغه مقاله په ۱۹۹۳ کال کې لیکلې وه او هغه مهال داسې استدلال کولو ډېر جرائت او مضبوطو دلایلو ته اړتیا درلودله. دی په دې تړاو خپل دلایل لري:
لومړی؛ فوکویاما چې د کوم مارکسیزم د ماتېدو ادعا کوي، هغه په حقیقت کې مارکسیزم نه دی، بلکې لیننیزم دی! خو له بده مرغه د روسیې کمونیستي انقلاب سره دغه فکر مارکسیستي-لینینستي فکر په توګه وپېژندل شو، چې په حقیقت کې داسې نه ده! لینینزم ماتې خوړلې، نه مارکسیزم.
دویم؛ دا چې عیسویت هم پر هغه سیمو او خلکو کې خپور نشو، چې باید خپور شوی و (په یهودو کې ځکه عیسی علیه السلام پر دوی نازل شوی و او منځنی ختیځ چېرته چې عیسویت وزیږید) خو برعکس دغه مذهب په اروپا کې په چټکۍ خپور شو. نو مارکسیزم به هم په راتلونکي کې له روسیې پرته په نورو ځایونو کې خپور شي. دغه فکر په اسیا کې ښه چانس لري، په تېره بیا په چین کې چې هلته تر اوسه خلکو دغه ايډيالوژۍ څنډې ته کړې نه ده.

علي مزروي د تاریخ پای د ردولو په تړاو خپل څلورم دلیل په خپله اسلامي نړۍ وړاندې کوي. دی په دې تړاو دوه بېلګې راخلي، چې څنګه یې د نړۍ تاریخ بدلونه کې رول درلود. دغه دوه بېلګې د الجزایر د آزادۍ جګړه او د شورویانو پرضد افغان جهاد دی. دی د افغان جهاد په تړاو لیکي، د کوم کمونیزم ماته چې فوکویاما بیانوي، هغه په اصل کې افغانانو مات کړ. که نه، له دې وړاندې خو اروپايي هنګري او چیکسلواکیا په ۱۹۵۶ او ۱۹۶۲ کلونو کې د کمونیزم هېڅ هم نه و کړي!

د مقالې په پایله کې علي مزروي د تاریخ پای پر نظریې خپل مضبوط ګذارونه کوي او وايي فوکویاما یوازې د لویدیځ ځواکمن ټکي بیانوي؛ خو د ضعف نکتې یې بیا هېرې کړې دي. که اسلام په شلمه پېړۍ کې د دیموکراسۍ لپاره غوره ځای نه و، نو د نړۍ د یو شمېر شیطاني افکارو لکه نازیزم، فاشیزم، ټولوژنو، او کمونیزم لپاره یې هم ځای نه درلود! دا یوازې په هغو ټولنو کې رامنځته شول، چې یا عیسوي وې، یا بودايي او یا کنفیوشستي. علي مزروي زیاتوي، دوی [لویدیځ] موږ پر دې ملامتوي، چې تر ټولو «غوره» مو وړاندې نشو کړای؛ خو پر دې بیا مبارکي نه راکوي، چې د عالي انساني ستاندردونو له کبله مو د خرابو مخنیوی وکړ… او که چېرې لویدیځې ډيموکراسۍ پر کمونیزم بریا موندلې وي، نو دا باید هېڅ هم هېره نه کړو، چې د کمونیزم ماتېدا د اسلام د مقاومت له کبله شونې شوه. کمونیزم په هغو هېوادونو کې ډېره وده او بریا خپله کړه، چې یا عیسوي و، یا پخواني بودايي او یا هم کنفیوشستي. خو په یو اسلامي هېواد کې يې هم بیا بریا خپله نه شوه کړای. دا چې لوستل او مطالعه دود کړو، نو زه هم نور د علي مزروي مقالې نچوړ نه وړاندې کوم؛ خو مقاله یې پر دې کرښو پای ته رسوم: «فوکویاما ګمان کوي، چې تاریخ هغه مهال پای ته رسېږي، چې کله موږ «غوره» ومومو؛ خو ده هېره کړې چې موږ ځانونه باید له خرابو هم وژغورو… او تاریخ باید په دې تړاو له اسلامه مشوره واخلي، چې د خرابو مخنیوی څنګه وکړي».

لېکنه:

احمد خلیل بلال

Your SEO optimized title page contents