fbpx

ترکيه به له امريکايي بنديزونو سره څه کوي؟

خبریال ډاټ کام /۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹- امریکا په سوریه کې د عملیاتو له امله پر ترکیې د بندیزونو لګولو لړۍ پیل کړې او په لومړي قدم کې یې د دغه هېواد درې وزارتونه په تور لیست کې شامل کړی دي.

د ډونالډ ټرمپ دفتر  په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل چې پر ترکیه یې د بندیزونو موخه د سوریې په شمال کې د کردي ځواکونو پر ضد د روانو عملیاتو درول دي. د دغه بندیزو په لړ کې واشنګټن په لومړي ځل د ترکیې دفاع، کورنیو چارو او انرژۍ وزارتونه په تور لیست کې شامل کړي او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړي دي.

همدارنګه امریکا د یادو دریو وزارتونو پر وزیرانو هم بنديز لګولی او ویلی دي چې د ترکي پولادو ګمرکي ماليه به هم ۵۰ سلنه لوړه کړي. په ورته وخت کې د ټرمپ مرستیال مایک پېنس ویلي، چې ډونالډ ټرمپ له خپل ترکي سیال اردوغان د ټلیفون پر کرښه خبرې کړي او د ترکيې له ولسمشر څخه يې د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده.

د هغه په وینا بندیزونه به تر هغې دوام وکړي او لا به سخت شي، چې ترکیه ژر تر ژره یوه اوربند ته غاړه کېږدي، تاوتریخوالی پرېږدي او له سوریې سره د پولې پر موضوع خبرو ته تیاره شي.

بل لوری ټرمپ هم په یوه تازه ټوېټر کې ویلي و، چې امریکا به له ترکیې سره جګړه کې ښکېل نه کړي، خو په وینا یې سخت بندیزونه به پرې ولګوي، همدارنګه ټرامپ پریکړه کړې چې د داعش جنګیالو له را پرځولو وروسته به له سوریې خپل پوځونه وباسي. د ټرمپ د خپلې دغه پرېکړې پر اساس له سختو نیوکو لاندې شو او همدا سبب شو چې پر کردانو د ترکیې بریدونه زیات شول.

تر دې ودړاندې اندېښنې دا وې چې که چيرې امریکايي ځواکونه له سور يې ووزي نو د ترکي او سوریايي پوځونو تر منځ به سختې جکړې وشي او په سیمه کې به حالات ترینګلي کړي.

په سوریه کې پر کردي سیمو کې د مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنې ښودل شوې دي، د بشري حقونو د څار سازمان د ترکيې د بریدونو له کبله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ور کړی او ویلی یی دي چې د ترکيې پولې ته نیږدې هم ملکي کسان وژل شوي دي.

Your SEO optimized title page contents