fbpx

سيمنز بیا ځلې د ويسټ انډيز لوبډلې روزونکی شو

خبريال ډاټ کام/۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹- د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی ويسټ انډيزی روزونکی پېل سيمنز يو ځل بیا د خپلې ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وټاکل شو.

سيمنز په ۲۰۱۶ کال کې ويسټ انډيز ته د نړيوال شل اوریز جام اتلوالۍ ترلاسه کولو وروسته، د همغه وخت د بورډ مشر ډيو کمرون سره د ځینو اختلافاتو له کبله له دندې ګوښه کړل شو.

هغه وخت نوموړي په زغرده ويلي و، چې د سلیکشن په برخه کې د باندې څخه مداخلې کيږي.

وروسته پېل سيمنز د خپل حق د غوښتلو لپاره،په بورډ عريضه هم وکړه چې په غيرمناسبه توګه.له دندې شړل شوی.نوموړي ويلي و چې په غير مناسبه توګه د دندې څخه د شړلو له کبله نوموړي ته د (۳-۴) لکو ډالرو پورې تاوان رسيدلی دی.

د بورډ د نوي مشر په راتګ سره، بورډ له هغه سره خبرې پيل کړې. او له نوموړي څخه يې رسمي بښنه هم وغوښته او د تاوان جبران يې هم ورکړ.سيمنز هم له خپل کریکټ بورډ سره ستونزې ته د پای ټکی کيښود.

د ويسټ انډيز کريکټ بورډ ډایريکټر ویلي چې پېل سيمنز سره د نوي دندې لپاره څلور کلن تړون شوی دی.

د سيمنز د ټاکلو سره سم ويسټ انډيز کريکټ بورډ د ښځینه، نارینه او نوولس کلنو لوبډلو لپاره درې نوي غواروي کميټې هم اعلان کړې.چې د سړيو يا نارینه لوبډلو لپاره روجر هرپر او میلز باسکمبی، د ښځينه ټيم لپاره ان برووني او ټریویس ډؤلین، او د نوولس کلنو یا ځوانو لوبغاړو ټيم لپاره هاینز د مشر سلیکټرانو په توګه وټاکل.

د ويسټ انډیز کریکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی اوپنر بيټسمين پدې وروستيو کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه دنده اجرآ کوله او نوموړی د ۲۰۱۹ کال نړيوال پڼځوس اوريز جام تر وروستيو پورې له افغانستان کریکټ ملي لوبډلې سره پاتي شو.

د نوموړي په روزنه کې تيره يکشنبه بربادوس لوبډلې د ۲۰۱۹ کال کارابين پریمير لیګ سيالیو اتلوالي هم خپله کړه. سيمنز لدې وړاندې د ۲۰۰۷ کال نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د ایرلینډ کریکټ ملي لوبډلې روزونکی هم پاتي شوی او د نوموړي په روزنه کې ایرلینډ درې ځلې نړيوال جام ته لار پيدا کړه.

د ويسټ انډيز کریکټ بورډ مشر ریکی سکيريټ وويل چې په يوه ښه او مناسب وخت کې پېل سيمنز د دغې دندې لپاره غوره شو. نوموړي د موقتي روزونکي فلؤيډ ريفر څخه هم مننه وکړه چې پدې موده کې يې د لوبډلې سره ښه دنده اجرآ کړه.

ويسټ انډيز کريکټ بورډ تيره سپټمبر مياشت کې په ښکاره توګه ويلي و، چې د ويسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې د ترلاسه کولو لپاره يوازې ويسټ انډيزي الاصله کسان ځانونه نوماند کولای شي.چې وروسته ددغې دندې لپاره درې کسان شارټ لیست شول او له هغې د منځه بیا پېل سيمنز غوره شو.

د نارینه ټيم سلیکشن کميټه به سر له اوسه د افغانستان خلاف د سيالیو لپاره د لوبډلې په جوړښت کار پيل کړي.

ټاکل شوي چې د افغانستان او ويسټ انډيز کريکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د افغانستان په کوربتوب په هندوستان کې درې شل اوریزې، درې پنځوس اوریزې او يوه ټيسټ لوبه ترسره شي.

 شل اوريزې سيالۍ به د نومبر پنځمه، اوومه، او نهمه نېټه په دهريدوان لوبغالي کې ترسره شي.

پنځوس اوریزې سيالۍ به د نومبر په ديارلسمه،شپاړلسمه او اتلسمه نېټه په ورته لوبغالي کې ترسره شي.

همداشان ټیسټ لوبه به د نومبر میاشتې په اوويشتمه نېټه ترسره شي.

عزیزي

Your SEO optimized title page contents