fbpx

د ناټو سرمنشي: طالبان دوامداره سولې ته ژمن نه دي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ له هغه وروسته چې د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو له ۱۲ کسیز پلاوي سره وکتل، اوس یو ځل بیا د سولې د خبرو هنګامې پیل شوي.

 

په تازه څرګندونو کې د ناټو سر منشي سټولټن برګ ویلي، که له طالبانو سره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل شي، دوی یې هرکلی کوي، خو هغه په طالبانو هم غږ کوي چې د مسلې د حل او یوې ښې نتیجې ته د رسېدو په خاطر باید دوی هم نرمي وښيي او سوله دې د خپلو غوښتنو لپاره نه قرباني کوي.

 

نوموړي په لندن کې د ناسټو د پارلماني اسمبالۍ ناستې ته په وینا کې دا خبره هم وکړه چې طالبانو د تاوتریخوالي د ختمولو پر ځای نور زور هم ورکړی چې د سولې په پروسه کې ډېر امتیاز په خپل نوم کړي. برګ وايي، د سولې په پروسه کې د طالبانو موقف ته په کتو سره ښکاري چې طالبان په افغانستان کې دوامداره سولې ته ژمن نه دي او هر کله چې له دوی سره د سولې تړون کېږي، باید د باور وړ ضمانت ترې واخیستل شي.

 

د ناټو سرمنشي یو ځل بیا له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ټینګار وکړ او وې وویل چې دوی به هېڅکله هم بیا افغانستان دې ته پرېنږدي چې د ترهګرو ډلو په یوې ځالې بدل شي. د ناټو سر منشي سټولټن برګ داسې مهال د افغان سولې پروسې په اړه خپلې اندېښنې شریکوي چې تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي و چې طالبان وايي یو څه او کوي بل څه. دې ډلې که څه هم د سولې پروسې له پیلېدو سره په نړۍ واله کچه هڅې پیل کړې چې خپل تصویر سم کړي، خو دننه په افغانستان کې یې بیا جګړې ته زور کړ چې په سبب یې د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ له دوی سره د سولې خبرې ودرولې او دا ډله یې د یوه معنی لرونکي تړون لایقه و نه بلله.

 

د یادونې وړ ده چې د ناټو د سرمنشي تر څرګندونو مخکې د طالبانو مرکچي پلاوي اسلام اباد ته اباد ته هم سفر وکړ او هلته یې د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره ولیدل. د دوی خپلمنځي خبرې ډېرې رسنیزې نه شوې، خو ویل کېږي پاکستاني چارواکو طالبانو ته ډاډ ورکړی چې د سولې په پروسه کې به د پاکستان او طالبانو ګټې خوندي کېږي او دا په هغه صورت کې امکان لري چې دواړه له یو بل سره مرسته وکړي.

Your SEO optimized title page contents