fbpx

د ایران له کبله ۲۰۰ افغاني فابریکې تړل شوي

خبریال ډاټ کام /۱۵ اکتوبر ۲۰۱۹-  ایران او پاکستان د نورو په نسبت دوه هېوادونه دي چې نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي. له زده کړو راوخله، تر سیاست، فرهنګ، اقتصاد، ترانزیټ، اړیکو او بلې هر برخه کې یې د افغانستان پر وړاندې له اوږدو کلونو راهیسې د تخریب او له منځه وړلو پالیسي او سیاست کاروي.

په دې وروستیو کلونو کې افغاني توکو د سیمې او نړۍ په سوداګریزو بازارنو کې د هوایي او ځمکنیو دهلیزونو دارنګه متبادلو لارو په مرستې ځانګړی ځای او شهرت پیدا کړی دی، چې دې چارې په کور دننه د داخلي تولیداتو او محصولاتو په راپورته کېدو ښه اغېز کړی دی. زرګونه فابریکې فعالې دي.

هره ورځ وچې او تازه میوې، طبي بوټي او قیمتي ډبرې د هند، چین، اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغانستان له لوري صادریږي، او هلته په بېلابېلو نندارتونونو او فیسټوالونو کې کې نندارې او پلور ته وړاندې کیږي، چې دې چارې ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان ورخطا کړي دي، ان په سلګونه فابریکې په یادو دواړو هېوادونو کې له کاره لوېدلي دي، ځکه توکي یې بازار نه لري.

خو دا ورځې ــ شپې ایران د افغاني توکو په ډول توکي او اشیاء افغاني بازارونو، په خاصه توګه د هرات بازارونو ته رالیږي او په ټیټه بیه یې په خلکو پلوري، چې دې کار هرات کې شته افغاني فابریکې اغېزمنې کړي دي، او د ۵۰۰ فابریکو له جملې یې ۲۰۰ تړل شوي هم دي. د هرات ځایي چارواکي بیا وایي، له دې برخې یې ډیری داسې توکي دي چې کیفیت یې بېخي کمزوری دی او هم په غیرې قانوني توګه راوردیږي.

ځایي خلک بیا وایي که حکومت د ایران د دا ډول ناسم اقتصادي سیاست مخه ونه نیسي، نو په دې ولایت کې راټوکیدلی اقتصاد به له رکود سره مخ کړي. د سوداګرۍ د نړۍ وال قانون له مخې د دې لپاره چې یو هېواد خپل داخلي تولیدات حمایت کړي، نو اړتیا دا ده چې په واردونکو توکو محصول او تعرفه لوړه کړې.

 باید وویل شي چې ایران تردې وړاندې په افغاني توکو هم خپل برانډ، یا مارکه وهلې وه او بیا یې په نړۍ والو بازارونو کې په خپل نوم پلورولو ته مخکي کول، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت دې چارې ته هغه وخت جدي غبرګون وښوده.

Your SEO optimized title page contents