خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – په پلازمېنه کابل کې د امريکا سفیر جان بس د نوماندانو له څرګندونو وروسته ویلي دي، دوی د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون له وروستیو پرېکړو ملاتړ کوي.
د امریکا سفیر جان بس په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون فعالیتونو متاثر کړی دی او په خبره یې دغه پروسه خورا په ډیره شفافه توګه پر مخ روانه ده.
جان بس د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو او مشرانو ګډ کار ستایلی دی او ویلي دي چې، دوی ډیر په ښه سېستم او په مهالوېش سره په کارونو بوخت دي، څو په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي او دغه پروسه په شفاف ډول د بریالیتوب تر منزله ورسوي.
ښاغلي جان بس په خپلې ټویتر پاڼې باندې لیکلي دي چې دوی هیله لري د افغانانو رایو ته درناوی وشي او د هغه افغانانو د حقوقو ساتنه وشي چې د ټاکنو په ورځ یې په سختو شرایطو کې خپلې قیمتي رایي وکارولې.
نوموړي په ټینګار سره ویلي دي چې یوازې بایومتریک شوې رایې د شمېرنې وړ دي. او د ټاکنو کمیسیون له دې پرېکړې هم ملاتړ کوي چې غیری بایومېټریک رایي نه شمېرل کېږي.
د ولسمشریزو ټاکنو وړاندې هم جان باس اعلان کړی وو چې هېواد یې د ولسمشرۍ ټاکنو د ملاتړ او د یادو ټاکنو لپاره د عملیاتي چارو د ترسره کولو لپاره له افغانستان سره ۲۹ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، دوی ژمن دي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه نېټه اعلان کړي، خو که بیا هم ځنډ پهکې راشي، د پایلو د اعلان موده به یې یوازې څو ورځې وغځول شي.
د دوی په وینا، د بایومټریک هغه دستګاوې چې لادرکه دي، رایې یې دا باور وړ نه دي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ هم هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د کمېسیون د کمېشنرانو او د دارالانشا ترمنځ نه همغږي او ستونزې موجودې دي.
هغې وویل، دوی ملي ګټو ته ژمن دي او په بیپرې توګه به خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه په ټول هېواد کې په امنیتي فضا کې ترسره شوې ،چې په پایله کې د نړۍ هېوادونو او نړیوالو ټولنو افغان امنیتي ځواکونه وستایل چې په دې مهمه ورځ یې د امنیت ټینګښت کړی و.
د یادونې ده چې د ولسمشري ټاکنو لپاره د ټول هېواد په کچه ۲۹ زره او ۵۸۶ د رایې ورکولو محلونه اعلان شوي وو چې د یو لړ امنیتي او نورو ستونزو له کبله د رایې ورکولو په ورځ ۳ زره او ۱۸ محلونه تړلي اعلان شول.