fbpx

ټرمپ: طالبان د تفریح لپاره جګړه کوي

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن یو ځل بیا په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان او افغانانو په تړاو سختې خواشینوونکې خبرې کړي دي.

له دې سره سره چې د نړۍ هېوادونه په بیلابیلو لوبو او نورو شیانو باندې مشهور دي، خو له بده مرغه د کلونو راهیسې وروستیو جګړو افغانستان په دې مشهور کړی دی چې ګواکې ټول افغانان یوازې په مړو، تپیانو او وینو باندې لوبه کوي، دا خبره نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم کړې ده هغه ویلي دي چې طالبان یوازې د ساتېرئ او تفریح لپاره جګړه کوي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز د افغانانو په تړاو ویلي دي چې دوی د جګړو او وژنو خلک دي ځکه چې افغانانو ټول عمر جګړه کړې او له دې پرته بل هیڅ کار نه لري.

ټرمپ داهم ویلي دي چې افغانان له زرګونو کلونو راهیسې جګړه کوي او د جګړې لپاره ډير پياوړي خلک دي نوموړی زیاتوي، دا معلومات هغه چاته کېږي چې په افغانستان کې یې ډیر وخت تېر کړی وي.

هغه په خپلو خبرو کې همداراز ویلي لکه څنګه چې خلک د تفریح او ساعت تیرۍ لپاره د فوټبال او نورې لوبې ګوري، خو وسله وال طالبان هغه ډول نه دي دوی یوازې په هېواد کې په جګړو او وژنو تفریح او ساتیري کوي.

د ډونالډ ټرمپ پر وینا افغانستان د نړۍ په سطحه نا امنه او بې ثباته هیواد دی او علت یې دا دی چې دوی تل جګړه کوي او په جګړې کولو سره د ارامۍ احساس کوي.

له دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي وو چې افغانستان د ترهګرو لپاره هاروډ پوهنتون دی.

ټرمپ ویلي “دوی به د ترهګرو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې استخباراتي حضور ولري او په خبره یې دغه هېواد د ترهګرو هاروارډ دی نو ځکه یې هلته استخباراتي حضور حتمي کړی دی.

په جولای میاشت کې هم ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې خبریالانو ته ویلي وو، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمولی شي، او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی هم شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې ډول څرګندونو ته په غبرګون کې افغان حکومت، سیاسیونو، عامو وګړو او لیکوالانو سخت ځوابونه ویلي وو ، څو بیا ځلي د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې ونکړي.

Your SEO optimized title page contents