fbpx

د يوې الوتکې له لوېدو سره سم افغان پوځ دوې نورې ترلاسه کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – هند له افغانستان سره د خپلو پوځي مرستو په دوام نن یو ځل بیا دوه نورې «MI 35» جنګي هلیکوپټرې مرسته وکړه.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي دغه هلېکوپټرې نن سې شنبه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هند د سفیر ویني کمار لخوا د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد ته وسپارل شوې.

هند افغان پوځ ته دا دوه روسيې هلیکوپټرې د بلاروس له هیواد څخه اخیستي وې چې نن په دې مراسمو کې د هند سفیر سربېره د بلاروس سفیر هم موجود وو.

هند تر دې مخکې هم له افغانستان سره د بیلابیلو جنګي هلیکوپټرو وړیا مرسته کړې وه.

هند له دې وړاندې هم دوه «MI 35» جنګي هیلکوپټرې د روان کال په ثور میاشت کې له بلاروس څخه پیرلي وې او افغانستان ته یې سپارلې وې چې له دې دوو سره په څلورو واړو ټوټل ۲۰ میلیونه ډالر مصارف راغلي دي.

د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د هند او بلاروس له دې اړینو مرستو مننه وکړه او وایي، افغان هوایي ځواکونه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي او د جګړو پر مهال یې تل دښمن مات کړی دی.

اسدالله خالد وایي، افغان ځواکونه به د دې الوتکو پر مټ د ولس سر او مال خوندي وساتي او دښمن ته به لا نوره مرګ ژوبله هم واړوي د هغه پر وینا له دې الوتکو څخه به اړینه ګټه واخیستل شي.

دا الوتکې افغان پوځ ته په داسې حال کې ورکول کېږي چې نن په شمال کې د افغان پوځ يوې سرچينې خبريال ډاټ کام ته وويل چې د پوځ يوه سرخي الوتکه د مزار شريف ښار ته د ننوتلو سره سم را لوېدلېده خو په څنګ کې نن له هند دوه نورې ترلاسه کړې.

د دفاع وزارت يوې سرچينې خبريال ډاټ کام ته ويلي چې په څرخکه کې ټولټال ۷ کسانو شتون درلود چې ټولو ژوند له لاسه ورکړی دی .

بلخوا پرون د دوشنبې په ورځ ۲۲ تنه افغان پیلوټانو د چک په جمهوریت کې د یوې روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل چې د چارواکو په وینا ژر به د افغانستان په هوايي ځواک کې خدمت ته ستانه شي.

د معلوماتو له مخې د روزنې دا پروګرام د امریکا متحده ایالتونو او ناټو په مالي مرسته له څو کلونو راهېسې پر مخ بیول کیږي چې تردې مخکې یې هم د افغانستان د هوايي ځواک لپاره په بېلابېلو روزنېزو دورو کې شا او خوا ۱۲۰ تنه افغان پیلوټان روزلي.

د افغانستان هوايي ځواک چې د کورنیو جګړو پر مهال په بشپړه توګه له منځه تللی و، په وروستۍ لسیزه کې د نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ناټو په همکارۍ بیرته په پښو دریدلی او د افغانستان دولت وايي چې د پیاوړتیا او موثریت لپاره یې لا هم د نړیوالې ټولنې د همکارۍ دوام ته اړتیا ده.

Your SEO optimized title page contents