fbpx

ویسټ انډیز د افغانستان خلاف خپلې لوبډلې اعلان کړې

خبریال وېبپاڼه / ۱۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ویسټ انډیز غوراوي کمېټې څو شېبې وړاندې د یو خبري کنفرانس له لاري د افغانستان خلاف راتلونکو سیالیو ته درې غبرګې لوبډلې اعلان کړې چې پکې زیاترو پخوانيو او خطرناکو لوبغاړو ته هم وخت ورکړل شوی دی.

د افغانستان ملي لوبډله په هند هېواد کې د روان کال د نومبر په میاشت کې د ویسټ انډیز پر وړاندې درې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.

د ويسټ انډيز د يو ورځنيو سیالیو په سکواډ کې شامل لوبغاړي لوبډلمشر کيرون پولارډ شاى هوپ، ايون ليوس، برېنډون کنګ، روسټون چېس، جېسن هولډر، هايډين والش، خېري پيري، شيلډون کوټريل،شيمرون هيټماير، سونيل امبريس، نيکولاس پوران، کيمو پاول، روماريو شيپيرډ او الزاري جوسيپ دي.

همدا راز د ویسټ انډیز غوراوي کمېټې د شل اوریزو سیالیو لپاره په سکواډ کې لوبډلمشر کیرون پولارډ ټاکلی ورسره نیکولاس پورن، ایوین لیوس، برنډن کینګ، فبین الین، هیډن ولش، حري پېیري، شیلډن کټرل، دینیش رمدین، شېمرن هټمایر، شرفن ردرفورد، جسن هولډر، لینډل سیمنس، کسریک ویلیمس او الزاري جوزیف شامل کړي دي.

د ټیسټ لپاره په سکواډ کې بیا لوبډلمشر د تل په څېر جیسن هولډر، کریګ برایت ویټ، جون کمبیل، شین ډوریچ، جومل ورکن، رحیم کرنوال، کیمر روچ، شمر بروکس، شای هوپ، شیمرن هټمایر، روسټن چیس، ، سونیل امبریس، الزاري جوزیف او کیمو پئول شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ لاهم د ویسټ انډیز خلاف سیالیو لپاره لوبډلې نه دي ټاکلي، خو په کرکټ بورډ کې د خبریال ډاټ کام سرچیني وایي چې د دریو فارمټونو لپاره یې له نږدې ۶۰ لوبغاړو څخه پاسپورټونه اخیستي څو ورته د هند ویزې برابرې کړي او د یو کمپ وروسته مختلفې لوبډلې اعلان کړي.

د افغانستان ملي لوبډلې او د ویسټ انډیز ترمنځ به یادې مهمې سیالۍ د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.

افغانستان او ویسټ انډیز تر دا مهاله ټولې شپږ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي دي چې په هغې کې درې افغانستان او دوه ویسټ انډیز ګټلې او یوه یې مساوي یا بې پایلې اعلان شوې، دغه راز یې څلور شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي چې په هغې کې یوه افغانستان او درې ویسټ انډیز ګټلي دي.

افغانستان په لومړي ځل ویسټ انډیز ته د سفر په ترڅ کې د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې له دې لوبډلې یوه سیالي ګټلې وه او یوه یې بایللې وه، خو په غوراوي پړاو کې بیا افغانستان دوه ځله په مسلسله توګه ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وې خو په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې یې ترې ماتې وخوړه..

دغه راز درې شل اوریزې سیالۍ هم په ویسټ انډیز کې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ ترسره شوې وې چې په هغې ټولو سیالیو کې افغانستان ماتې منلې وې خو په ۲۰۱۶ کال نړیوال جام کې یې ترې یوه سیالي ګټلې وه.

Your SEO optimized title page contents