fbpx

دریم پړاو ټي ټين ليګ سيالۍ

خبریال ډاټ کام/۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹- د دريم موسم ټي ټين ليګ ( شل اوریزه) سيالیو لپاره د لوبغاړو نيلامي تیر ماښام د ابوظبۍ په توسيت طانی هوټل کې ترسره شوه.

پدې نيلامي کې د نړۍ مختلفو هيوادونو مشهور لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شول،چې تر ۶۰ زیات لوبغاړي د بيلا بيلو لوبډلو لخوا جذب شول.

پدې نيلامۍ پړاو کې څلور افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ، محمد شهزاد،ظاهرخان او قيس احمد هم بولۍ ته وړاندې شول، چې شاپور ځدراڼ د کارناټکا توسکرز لوبډلې لخوا واخيستل شو، همداشان شهزاد محمدي او ظاهرخان د ديکن ګليډيئټرز لوبډلې لخوا او همداشان قيس احمد د بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا واخيستل شول.

د تير کال په پرتله دا ځلې په نويو نومونو ځينې لوبډلې پکې ګډون لري، چې د سيندهس،بنګال ټايګرز او پښتون لوبډلې په ځای، ديکان ګليډيئټرز،ډهلي بولز،او بنګله ټايګرز. د لاهور قلندرز په ځای قلندر لوبډله، کيراله نايټز او پنجابي لیجینډز په ځای راجپوت او کارناټکا توسکرز لوبډلې شاملي دي.

ددغه څلور افغان لوبغاړو ترڅنګ نجيب الله ځدراڼ،حضرت الله ځاځی لا وړاندې د ماراتا عربيانز لوبډلې سره، کریم جنت له نرترن ويرئيرز لوبډلې سره او همداشان محمد نبي عيسخېل ډهلي بولز لوبډلې سره يو ځای دي.

 

دغه لس اوريزې سيالۍ به د راتلوونکي نومبر مياشتې په څوارلسمه نېټه پيل او د نومبر مياشتې په ۲۴مه نېټه پای ته وراسيږي.

ددې سياليو پرانيستي مراسم به د نومبر په څوارلسمه نېټه پيل شي، خو رسمي سيالۍ به د نومبر له پنځلسمې نېټه پيل شي، چې هره ورځ به درې سيالۍ ترسره کيږي.

ټولې اته لوبډلې په دوو ګروپونو ويشل شويدي:

په الف ګروپ کې: قلندرز،ماراتا عربيانز ،بنګله ټايګرز،کارناټکا توسکرز لوبډلې شاملي دي.

په بي ګروپ کې: ډهلي بولز،دیکن ګليډيئټرز،نرترن ويرئيرز،ابوظبۍ لوبډلې شاملي دي.

ياده دې وي چې تير دوهم پړاو ټي ټين ليګ سياليو پايلوبه د پښتون او نرترن ويرئيرز لوبډلې ترمنځ ترسره شوي وه، چې نرترن لوبډلې په ۲۲ منډو توپير ګټلي وه.

په تير دوهم پړاو لس اوريزه کريکټ سيالیو کې ټولټال ۳۱۱۷ توپونو ترسره شوي و، چې ۶۰۳۲ منډې پرې جوړې شوي وې. همداشان ۴۲۶ شپږيزې او ۴۴۹ څلوريزې پکې وهل شوي وې.

په تير پړاو کې زياتې منډې ويسټ انډيزي نيکولس پورن جوړې کړي وې چې ۳۲۴ وي.

زياتې څلوريزې حضرت الله ځاځي ۲۴، زياتې شپږيزې نیکولس پورن ۳۳، زیاتې نيمه سلیزې جيسن روی ۴ وهلي وې. چټکه نيمه سلیزه افغان بریدګر بيټسمين محمد شهزاد جوړه کړي وه چې په دوولس توپونو يې ۵۰ منډې جوړې کړي وې. زياتې ويکټې هرډوس ويلجون ۱۸، زیات کيچونه عمر اکمل ۶، ایمرجینګ لوبغاړی افغان چينامین ظاهرخان، او د ټورنامينټ غوره لوبغاړی هرډوس ويلجون نومول شوی و.

په دریم پړاو ټي ټين ليګ سيالیو کې ایوان مورګن د ډهلي بولز لوبډلې ایکان لوبغاړی دی. هاشم امله د کارناټکا لوبډلې لپاره، درن سمی نرترن ويرئیرز لوبډلې لپاره، شاهد افريدي د قلندرز لوبډلې لپاره کريس لين ماراتا عربیانز لوبډلې لپاره، شين واټسن د ديکن ګليډیئټرز لوبډلې لپاره او تیسارا پریرا د بنګله ټايګرز لوبډلې لپاره د ايکان لوبغاړو په توګه قرار لري.

دا چې دغه لس اوریزې سيالۍ راتلوونکي نومبر مياشت کې پيليږي. په ورته وخت کې افغانستان هم په نومبر مياشت کې له ويسټ انډيز سره، د يوې ټيسټ، درې شل اوريزو او درې پنځوس اوریزو سيالیو سيريز لري.

تراوسه ښکاره نده چې کوم افغان لوبغاړي به پدې ټورنامينټ کې برخه واخلي.

Your SEO optimized title page contents