fbpx

یو مهم وړاندیز؛ که ومنل شي د سولې خبرې حتمي هم بریالۍ کوي

خبریال ډاټ کام/۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹- د سولې ولسي کاروان وایي، د افغان سولې خبرې دې په هر صورت دا ځل له اوربند سره یو ځای بیا پیل شي. د سولې ولسي حرکت تیره ورځ په لوګر کې د يوې غونډې او لاريون په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د سولې ولاړې خبرې دي د بیا ځل لپاره پیل شي. یادې غونډې ته سلګونه لوګریان ورغلي وه.

غونډې ته په وینا کې د سولې حرکت مشر اقبال خيبر وويل چې د سولې په ټپه ولاړې خبرې دې دا ځل له اوربند سره يو ځای شروع شي ځکه که لومړی اوربند ونه شي د سولې خبرې داسې خرابيدای شي لکه تېر ځل چې خرابې شوې، نو اړتیا دا ده چې د حُسن نیت په خاطر دې اوربند ترسره شي او هممهاله دې د سولې خبرې ورسره پیل شي. نوموړي همدا راز ټينګار وکړ تر هغو چې ولس په واقعيت را پورته نشي، تر هغې د جنګ لوري دافغانانو خبره نه اوري، خبرې ځنډوي چې ددې ځنډ زيان يوازې او يوازې افغان مظلوم ولس ته رسيږي:

(( د جګړې پور یوازې افغان ولس پرې کوي. نو اړتیا دا ده چې ولس راپورته شي، غبرګون وښيي)). باید یاده شي چې د غونډې په اوږدو کې د سولې ولسي حرکت د ځوانانو برخې مسوول حاجي محمد نېکزاده وویل، چې طالبان او حکومت دواړه د ولس له منځه راولاړ شوي دي او په ټوله کې ولس د دواړو لورو د مور وپلار حيثيت لري؛ نو ولس ته په کار ده چې د خپلو اولادونو تر منځ په روانه خونړۍ جګړه کې مداخله وکړي:

(( نه طالب يو مخ له منځه تللای شي او نه هم حکومت نو که سوله سره ونه کړي، دا جنګ به همیشه روان وي)).

له غونډې وروسته په سلګونو لوګریانو په عامو خلکو کې د ویرې او ترهې له منځه وړلو په خاطر شاوخوا درې کيلو متره پلی لاريون ترسره کړ او په دې کار سره یې د جنګ ټولو لورو ته وښودله چې موږ نور په هر قيمت د جنګ بندول غواړو او ددې سپېڅلې هیلې په خاطر به هر راز قرباني ورکوو.

دسولې ولسي حرکت چي له شاوخوا يو نيم کال راهیسی يې په هلمند کې له يوې خونړۍ چاودنې نه وروسته دسولې غږ پورته کړی دی دا وخت یې لوګر کې کور په کور، کلي په کلي او مسجد په مسجد کمپاین پیل کړی دی. باید یاده شي چې یاد کاروان په تیر یو نیم کلن مزل کې ډیری ولایاتو د سولې په پار سفرونه وکړل، لویې او وړې غونډې یې جوړې کړې. ولسونو ته یې د سولې پیغام ورساوه، او هر ځای یې د جګړې په ښکېلو لورو د جګړې د بندولو غږ وکړ.

Your SEO optimized title page contents