fbpx

پاکستان یو ځل بیا په خړ نوملړ کې پاتې شو

خبریال وېبپاڼه / ۱۶ اکټوبر ۲۰۱۹ – د وسله والو د مالي سرچینو د له منځه وړلو نړیوالې ادارې یا ایف ای ټي ایف د پاکستان په تړاو وروستۍ پرېکړه کړې ده، دوی وایي له دغې پرېکړې له مخې به د یاد هېواد نوم د راتلونکې کال د فرورۍ میاشت پورې په خړ نوملړ کې شامل وي.

دغې نړیوالې ادارې په پاکستان د وروستي ځل لپاره غږ کړی دی چې د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو او ناقانونه پیسو د لېږد په برخه کې دې نور ګامونه هم واخلي، څو له تور لېست څخه په امن شي.

د ایف ای ټي ایف غونډه د چهارشنبې، په ورځ د فرانس سرښار پېرس کې پیل شوې ده دوی په دې غونډه کې د پاکستان په تړاو همدا غوټه پرېکړه وکړه چې ګواکې پاکستان مجبور دی له دې لېست څخه ځان وباسي.

ایف ای ټي ایف نړیواله اداره وایي، د ناقانونه پیسو د لېږ او د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې د پاکستان وروستي ګامونه ارزول شوي دي خو هیڅ پرمختګ پکې نه دی شوی.

په همدې حال کې بیا پاکستان ادعا کړې ده چې د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو او د ناقانونه پیسو د لیږد مخنیوي لپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي دي چې بېلګې یې له رسنیو سره شریکې کړي او هم یادې ادارې لیدلي دي.

دا اداره وایي، د ترهگرو د مالي سرچینو د وچولو او د غیرقانوني پېسو د لېږد پر ضد پاکستان د یادې ادارې له ۴۰ شرطونو څخه یوازې یوه ماده عملي کړي او پاتې ۳۹ لاهم نه دي عملي شوي چې په دې توګه یو ځل بیا په خړ لېست کې پاتې شوی دی.

ایف ټي ایف اداره وایي، د وروستي ځل لپاره به د پاکستان پر وړاندې غوټه پرېکړه په فروری میاشت کې ترسره کړي، خو پر وینایې پاکستان کولی شي تر هغې میاشت پورې له دې بندیزونو څخه ځان خلاص کړي.

یاده اداره وایي، پاکستانی حکومت دې په دې هېواد کې د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او د هغوي د ملاتړو ډلو پرضد بندیزونه عملي کړي. د دوی پر وینا دغه راز نورې غوښتنې هم شته چې نه دي عملي شوي.

څه وخت وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم خواشینې ښودلې وه او ویلي وو که مونږ د ترهګرو پر ضد ګامونه پورته نکړو نو ښاېې تور لېست کې مو د هېواد نوم راشي چې دا به ډېر بد تاثیر او اغېزه وکړي.

د یادولو دی پاکستان په نړيواله کچه هغه هېواد دی چې په خورا سپين سترګي د ترهګرو تمويل کوي او هيڅ نړيوال قانون او مقررات نه مني.

Your SEO optimized title page contents