fbpx

یو مکان او یو مهال!

یو مکان او یو مهال!

خبریال ډاټ کام/۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹- وخت لکه یرغه آس؛ چټک روان دی. شاته یادونه لکه دوړې پریږدي. کوم بلاک ته چې مې ګوته نیولې، کابو ۲۳ کاله پخوا د لنډ وخت لپاره همدلته اوسیدم. دا مهال زموږ پوهنتون (دعوت او جهاد) له ننګرهاره دلته را انتقال شوی و. دا د مرحوم رباني د حکومت وروستۍ سلګۍ وې. رباني؛ چې اوس یې د سولې شهید ګڼي، هغه وخت په شدیدو او ویجاړونکیو جګړو بوخت و.

 له دې ځایه لږ مخکې د افشارو بازار دی. دا بازار په ۱۹۹۳ فبرورۍ کې داسې ړنګ شو، لکه د مغولو لښکر چې پرې تیر شوی وي. په لیدلو یې د صنوبر کاکاجي دا بیت د زړه سترګو ته مجسم کیده: (( خدایه دا بازار تالا کړې په مغولو…)) افشار کې د مزاري ځواکونه و. شدیده جګړه وشوه او نږدې ۱۰۰۰ کسان ووژل شول. د افشارو پر سړک تګ قتلګاه ته تګ و. له ښاریانو مې هغه وخت اوریدلي و چې د غره د سر د ځینو پوستو وسلوالو به نښه ویشتلو کې سره شرط کیښود. پر سړک به ټکسي روانه وه.

یا به پیاده کس قدمونه اخیستل، ډز به شو. دلته به ټکسي سره لمبه شوه. یو انسان به راونړید او هلته پوسته کې به د شرط ګټلو په مناسبت خنداوې شوې. موږ همدې بلاک کې و. موږ ویریدلو. دلته د حزب وحدت د نفوذ سیمه وه او د دې تنظیم د قوماندانانو د وحشتونو ډيرې کیسې مو اوریدلې وې.ما دا هم اوریدلي و چې د دې تنظیم کوم قوماندان له چا پوښتلي و چې کور کې یې د انګورو تاکونه دي. کمزوري شوي. هغه ورته ویلي و چې بیخ ته یې وینه ور تویه کړه. قوماندان په موسکا ویلي و؛ دا خو اسانه خبره ده او بیا یې د اسیرانو په وینو انګور تاکونه سیراب کړي و. ما ویل هسې نه بیا یې تاکونه کمزوري شوي وي. خو دا یوازې د یاد شوي ګوند د قوماندانانو کیسې نه وې، د هر تنظیم قوماندانانو په وحشتونو کې ځانګړي نوښتونه او مهارتونه لرل. د دې بلاک شاته، دوه خوړنځایونه و. په هغه غرمه په یوه ګڼه ګوڼه ډيره وه. ملګري ته مې ویل، راځه دې بل ته لاړ شو.

داسې یې رنګ ژیړ شو او ځای پر ځای کیناست لکه پر زړه چې مې په سوک وهلی وي. د سر په اشاره یې انکار وکړ. زه غلی شوم. بله ورځ یې ویل راځه چې در وې ښیم: زیرزمیني ته ښکته شو. پر دیواله د وینو خاپونه و. په نوکانو پر دیواله کرښې راکاږل شوې وې او په نږدې کونج کې د کومې میرمنې په وینو سریخ کمیس پروت و.
های!
یوه لړزه راخوره شوه. ما ویل که دا هره صحنه زما د سترګو وړاندې پیښیږي. د زړه په سترګو مې لیده چې یوه ښارۍ یې له سړکه راګرځولې، هغه د خپل عفت ساتلو عذر او زارۍ کوي؛ خو وسلوال لکه وږي لیوان پرې نښتي… آه. سترګو مې تور وخوړ. پښو مې حرکت پریښود او په منډه راووتلم.  زموږ د لیلیې امنیتي پوسته وه. یوه ببرسری قوماندان یې مسوول و. کولنګي چرګان یې ساتل یو غټ پسه به هم څریده. موږ یو پلاوی پغمان ته ولیږه، زموږ پوهنتون د استاد سیاف مربوط و. هغه ویل: له طالبانو ویره نشته، که راغلل تاسو ته څه نه وايي او د نورو لخوا د برید مخنیوي لپاره مو قوماندان توپان درته ګومارلی.
ماښام شو!

تیاره خوره شوه. د مخامخ غرونو پر سر داسې رڼا ګانې تبادله کیدې، لکه په یوه اباد وطن کې چې د شپې د یوې شاهراه ننداره کوې. خو دا رڼاوې لمبې وې او د هغو درنو وسلو لمبې وې چې یو پر بل یې فایر کولې. هغه مهال نه اشغالګر و او نه کوم خارجي؛ بس د یوې کلمې وروڼه په خپلو کې سره نښتي و. د پوهنتون مخې ته دوه چاینداره ټانکان لکه وږي پړانګان ځای پر ځای تاویدل راتاویدل او غړمبیدل. موږ ویریدو چې هسې نه ټانکونه له همدې ځایه فایرونه وکړي او بیا مقابل لوری پوهنتون هدف وګرځوي. ځینې وسلوال په تیښته و. ډله کسان به راغلل، پایڅې به یې تر زنګانه بډ وهلې وې. اوږدې لمنې به یې زنګیدې.  له هر قدم سره به یې دوړې شیندلې. د مرمیو شریدونه به یې له ملاو را تاو کړي و او مخ په پغمان به یې ځغاستل. ماښام مو د پوستې قوماندان ته وویل: هر بلاک ته یو میل کلاشنکوف ورکه، موږ خپل امنیت په خپله ساتو. وضعیت خراب دی. خو هغه چې فلزي چپرکټ کې یوه بغله پروت و، په غرور یې وویل: بیادرت تا اخره قطره ی خون در خدمت حاضر است. له ویرې ډکه شپه سبا شوه. سهار وختي پوستې خواته ورغلم.

توپان له پسه او کولنګي چرګانو سره الوتی و او شیبه وروسته طالبان په ښار راننوتل او د دوی په اصطلاح د (شر او فساد ) ټغر له کابله ټول شو. د دې ځای ونې هغه مهال خزان وې. تږې وې. هر ښاخ یې مرمۍ خوړلې وې. اوس ونې تازه دي. لاندې شنه چمنونه دي. ویره نشته، محصلین په زده کړو بوخت دي. د عمومي ور پر سر د مرحوم رباني عکس د تیر دور کیسې کوي، خو هغه څوک پرې پوهیږي چې دا حالات یې تجربه کړي وي. اوس چې د هماغو جګړو مشران او پاتې شونې نازونه کوي او ځانونه واجب الاحترام ګڼي، ماته هماغه وختونه را یاد شي او پر سترګو لاسونه کیږدم.

لېکنه:

نعمان دوست

Your SEO optimized title page contents