fbpx

د افغانستان صادرات په دې توګه لا ډېرېدلی شي؟

خبریال ډاټ کام/۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹-  که څه هم د پخوا په پرتله د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ خو د ولسمشرغني په خبره لا هم په دې برخه پانګوونه کوي او باید کار ورته وشي. ښاغلی غني وایي، د صادراتو زیاتوالی د داخلي تولیداتو معیاري کولو پورې اړه لري. نوموړی زیاتوي که په کور دننه تولیدات د کیفیت له مخې ښه وي، نو خلک بیروني توکي نه اخلي. دا خبرې اشرف غني تیر ماښام د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو سره په غونډه کې د سټنډرډ کولو، له سټنډرډ سره د توکو د مطابقت او خدمتونو ارزونې، د کیفیت او سټنډرډ نښو د تصدیق پاڼو صادرولو، مترولوژي او د مرکزي لابراتوارونو سیستم جوړولو په برخو کې د یادې ادارې کاري راپورونه واورېدل.

دا غونډه چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په کې د یادې ادارې مسوولینو له ولسمشرغني وغوښتل چې د سټنډرډ اداري په تشکیلاتو کې دې زیاتوالی راولي؛ ترڅو کارونه په ښه توګه تنظیم او په وخت رسیده ګي وشي.

بلخوا بیا ولسمشر نوموړې ادارې ته په وینا کې وویل: (( په نړیوالو بازارونو کې د غوره سیالۍ لپاره اړتیا ده چې د افغاني محصولاتو کیفیت له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي)).

ښاغلي غني د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو ته دنده وسپارله چې د بازار اړتیاوو ته په پام د سټنډرډونو د تدوین مشخصې طرحې جوړې کړي ترڅو خوندي، باکیفیته او له نړیوالو مقرراتو او میعارونو سره سم افغاني محصولات برابر شي. ولسمشرغني د خپلو خبرو په دوام وویل: ( د صادراتو زیاتوالی د کورنیو تولیداتو له معیاري کولو سره تړلی دی او اړتیا ده چې د سټنډرډ ملي اداره د هیواد په عمده صادراتي توکو جدي تمرکز وکړي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو لپاره د غوره سیالۍ زمینه برابره شي)).
باید وویل شي چې چې څو میاشتې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وه، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د افغانستان صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي. هیره دې نه وي چې چې د اوونۍ په اوږدو کې د هوایي او ځمکني دهلیزونو له لارې سلګونه ټنه تازه او وچې میوې، ډبرې، طبي بوټي او نور د سیمې او نړۍ بازارونو ته لېږودل کیږي.

Your SEO optimized title page contents