fbpx

جاپان ولي ‌د نړۍ تر ټولو پاک هیواد ګڼل کېږي‌؟

خبریال ډاټ کام/۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹-  دا پوښتنه له نېژدې هر هغه بهرني سره وي چې جاپان ته په لمړي‌ځل سفر کوي .په جاپان کې سړکونه ،‌مارکیټونه ،دفاتر ، کورونه ، ښوونځي او آن تر دې چې لیري پرتې سیمي داسي پاکې وي ،چې ساری یې تر دم ګړیه د نړۍ په یوه هیواد کې هم نه دی لیدل شوی . هلته کله هم د صفايي‌ اسباب او غټي غټي لارۍ نه لیدل کېږي‌چې سړکونه صفا کوي . نو بیا دا کار څوک او څنګه کوي‌؟ اصلآ‌خبره داد اصلآ‌خبره داده چې په جاپان کې صفايي کول پیغور نه بلکه افتخار دی .چې په جن کې صفايي کول پیغور نه بلکه افتخار دی .

اصلآ‌خبره داده چې په جاپان کې صفايي کول پیغور نه بلکه افتخار دی . دا دود دوی ته سونه کاله پخوا د جاپان په ښوونځیو کې پیل شوی دی .د بېلګي په توګه هلته د ښوونځي ‌ماشومان له لمړني‌ښوونځي‌ نیولې بیا د لوړو زدکړو تر وروستۍ ورځي پوري د خپل چاپیر یال صفايي کوي . په ښوونځي کې کورونو ته ترتګ وړاندي ‌استادان زدکونکو ته وايي:

 «چې نن به د ځینو او برنډي‌ صفايي د ټولګي د لمړي او دوهم کتار په غاړه وي ، ټولګی دننه او د کړکیو صفايي به دریم او څلورم کتار کوي ، پنځم او شپږم کتار به نن تشنابونه پاکوي »

د تشنابونو د پاکولو کار که څه هم تر نورو هغو ستونزمن وي ،خو په اونۍ کې یوځل د تشنابونو پاکولو ته د هر زدکوونکي ‌نوبت رسېږي . هم دا ډول دوی دغه دود په کورونو کې هم کاروي او د کورنیو غړي د خپل کور د پاکوالي ‌سره هم مهاله خپله کوڅه او بانډه هم پاکوي . په زړه پوري‌ داده چې جاپانیان د نړۍ په هر ګوټ کې په خپل چاپیریال کې هم دا ډول صفايي کوي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې کله د فټبال نړۍ وال جام کې د جاپان لوبډله برازیل ته لاړه نو دوی خپل ډریسنګ روم دومره پآک ساته چې مثالونه یې جوړ کړل . هغه مهال د فیفا جنرل کوارډینیټر پریسلا جینسن پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د جاپانیانو پاکوالی د حیرانۍ وړ دی . د ول ایډم سوانح لیکونکی جائلز ملټن په خپل کتاب « سیمورايي ولئیم» کې لیکي چې د جاپان شاهي خاندان دومري پاک وو چې هغه وخت یې له داسي لرګیو تشنابونه جوړ کړي وو چې له کارولو سره سم یې ښه بوی ورکاوه . ځیني‌تاریخ پوهان په دې باور دي‌چې د جاپان د صفايي تړاو ددوی له مذهب سره هم دی . اوکاکارا کاکورو پّ خپل تاریخي مشهوره کتاب ( د بک اف ټي ) یعني د چایو کتاب کې لیکي چې په مذهبي توګه په هر هغه ځای کې چې د چایو ورکولو پروګرام وي باید له هده زیات پاک وي .

لیکوال دا موضوع د بدمت له مذهب سره تړلې ده ،خو پوښتنه داده چې له بد مت مذهب سره تړلي نور قومونه ولي‌دومره پآک او صفا نه دي ؟ اصلآ خبره ده کلتور ده ، هغه کلتور چې جاپانیان یې خپل واړه ماشوم ته د ښوونځي‌له لمړۍ ورځي ورزدکوي . که څه هم په اسلام کې صفايي دایمان جز بلل کېږي ،خو په ټولو اسلامي هیوادونو کې صفايي یوازي‌د غریبې طبقې کار بلل شوی او تر ډېره بریده دا کار یوازي غریبان کوي . په ځینو هیوادونو کې آن تر دې چې مالداره خلک په لوی لاس ځیني برخي ګنده او خیرنې پرېږدي چې نور یې پاک کړي . زموږ په هیواد افغانستان کې هم صفايي‌په پېغور اوښتې ده او که چېرته د جاپانیانو په ډول خپلو اولادونو ته د صفايي کولو زدکړه ورکړو ښايي ډېر ژر یو صفا افغانستان ولرو .

Your SEO optimized title page contents