fbpx

په نړۍ کې (۲۰۰) میلیونه ماشومان له لوږي کړېږي

خبریال ډات کام نیویارک / ۱۷ اکتوبر ۲۱۰۹ – د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق (يونیسف) وايي‌ چې په نړۍ کې میلینونه ماشومانو ته سم خواړه نه رسیږي .

یونیسیف په خپل تازه خپاره شوي راپور کې چې د خوړو د نړۍ والي ‌ورځي په مناسبت خپور شوی خبر ورکړی چې تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو یو پر دريم يعنې (۲۰۰) ميليونه نجونو او هلکانو ته په پوره توگه خواړه نه رسيږې.

د ماشومانو د ساتنې صندوق (يونیسف) اجرايي مشره میرمن هنريتا فوره وايې: ( په وروستیو کلونو کې دتکنالوژۍ، کلتورې او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې پر مختګ شوی خو موږ پر يوه اساسي واقعيت سترګې پټې کړي دي چې که ماشومان سم تغذيه نه شي او سم خواړه ورونه رسېږي‌ ژوند به يې له کړاونو سره مخامخ شي . )

نوموړې زیاتوي چې د ماشومانو د سمو خوړو او سمي‌تغذیې ترمنځ توپیر شته ،ماشومان باید سم تغزیه شي چې زیات وزن وانه خلي او د خوارځواکۍ لورته هم لاړ نشي‌.

يونيسف په خپل راپور کې د ماشومانو د ناسمو خوړو د ډولونو نوم لړخپور کړی او هم دا ډول یې ارقام ښودلي دي چې په نړۍ واله کچه ماشومان له کومو تغذییوي ستونزو سره مخامخ دي .  راپور وايي چې  (۵۰ میليونه) ماشومان د خوارک له کمښت څخه ځورېږي او ډير کمزوري دي. هم دا ډول( ۴۰ ميليونه) ماشومان تر پنځه کلنۍ په کم سن کې زیات وزن لري او چاغ دي.

د ماشومانو او تنکيو ځوانانو شمير چې د پنځه او ۱۹ کلونو تر منځ دي، د ناسمو خوړو او خوږو خوړلو له کبله زيات وزن لري.

راپور زیاتوي‌ چې بده داده چې هر کال د ماشومانو په خوار ځواکي او هم دا ډول په چاغښت کې زیاتوال راځي ‌چې دا یو خطر ناک عمل دی .

له ۲۰۰۰څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې دغه شمیر دوه برابره زیات بلل شوی دی.

افغانستان هم یو د نړۍ له هغه هیوادونو څخه دی چې له ماشومانو سره سره یې په ډېرو سیمو کې لویانو ته هم پوره غذا نه رسیږي او دلته جنګ جګړو د ماشومانو پر ژوند سخت بد اثر کړی دی .

تر دې وړاندي‌ ملګرو ملتونو ویلي‌ وو چې په افغانستان کې (۱۳) میلیونه انسانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي چې نېژدې نیمه برخه یې ماشومان دي .

د یادولو وړده چې یو کال وړاندي دغه نړیوال بنسټ له وچکالۍ سره د افغان دولت مبارزې ته په اشارې سره ویلي وو چې (۹۲) زره ماشومان او نېژدې (۸۰۰۰) امیندواره ښځي‌بیړنیو مرستو ته اړتیا لري‌.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندي توب صندوق (یونیسیف) په داسي‌جال کې د نړۍ کې د ۲۰۰ میلیونه ماشومانو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړې ده چې افغانستان کې د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د نفوس ۴۵ سلنه برخه یا ۱۳ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او پاتې ۵۵ سلنه نور یې د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي.

که په افغانستان کې جګړه ونه درول شي‌ښايي دا شمېرې لانوري‌اوچتي شي او هیواد یوه بهراني لورته لاړ شي .

Your SEO optimized title page contents