fbpx

سږ کال اروپا ته د نورو کلونو په پرتله ولې ډیر افغانان ورغلي دي؟

خبریال ډاټ کام کابل / ۱۶ اکتوبر۲۰۱۹- لا هم د افغان کډوالو هېښوونکی ناورین. سره د دې چې ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ د نورو په پرتله هغه کلونه وه/ دي چې د ترکیې په شمول اروپایي هېوادونو ډیری افغان کډوال له خپلې خاورې وویسته او بیرته یې افغانستان ته راولېږل. تازه د اروپا د سرحداتو د څارنې او ساتنې ادارې ویلي چې د روان کال(۲۰۱۹) په لومړیو میاشتو کې اروپا ته په ورغلو کډوالو کې یې تر نورو افغانان ډیر دي. یاده اداره وایي سوریه او افغانستان د نورو له منځه دوه هغه هېوادونه دي چې وګړي یې د جنګ و جګړو، لوږې او نورو کړاؤؤنو له کبله اروپا ته په قاچاقي توګه ورځي.
د اروپا د سراحداتو اداره تازه خپاره شوي راپور له مخې په سږني میلادي کال کې ۸۰ زره کډوال اروپا ته ورغلي چې یوازې ۱۷زره یې افغانان دي او ۱۰ زره یې د سوریې وګړي دي. دا اداره وایي اروپا ته د ورغلو افغانانو له منځه یې نیمایي د ایران له لارې ور کډوال شوي دي، او پاتې نورو یې بیا له نورو لارو اروپایي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.
باید وویل شي چې د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، دا وخت په ګاونډي هېواد ایران کې شاوخوا ۲ میلونه افغانان اوسیږي. خو د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي په وینا ورځ تر بلې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو ارقام په کمېدو دي. بلخوا بیا کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري، یا یونیسیار وایي، د دوی د تیر ۲۰۱۸ کال راپور له مخې ۸۰۰ زره افغانان له ایرانه وتلي چې له جملې یې ۱۲ زره اروپا ته په غیر قانوني ډول اوښتي دي.
باید یاده شي چې پرون په اجرائیه ریاست کې د امریکا او ناټو غړو هېوادو له خوا د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت سره ۳۰ میلونه امریکایي ډالره مرسته وشوه.
د کډوالو وزیر سید عالمي بلخي وویل چې د دې مرستې جملې به یې یوه برخه په افغانستان کې په داخلي بې ځایه شویو کډوالو او بله برخه به یې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته دې هېواد ته په ورستنېدونکو کډوالو ولګوي. نوموړي وویل چې دا وخت په کور دننه ۵۰ زره داخلي بې ځایه شوي کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د ژمي سخت موسم را روان دی.
باید وویل شي چې اروپا ته ورتلوونکي افغانان د خپل ژوند د بدلون په تکل د مرګ له کرښو تیریږي. د رسنیو د راپورونو له مخې په هرو څو ورځو کې یې یوه ډله افغانان له اروپا ویستل کیږي او په کابل کوزیږي. اروپایي هېوادونه وایي، ورتلوونکو کډوالو سره دغلته جنایي، جنسي، زور زیاتي پېښې ډیرې شوې دي چې ډیری پېښو کې افغانان، سوریایان لاس لري.

Your SEO optimized title page contents