fbpx

تورسن: ولسمشر زه یم، لومړی ګام مې د خاینینو اعدامول دي

خبریال ویب پاڼه ۱۷/ اکتوبر۲۰۱۹ – د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې یو تر ټولو جنجالي نوماند حکیم تورسن ویلي چې دی خامخا د ټاکنو ګټونکی دی او ډیر مهم لومړیتوبونه یي د هیواد د راتلونکي لپاره د پلي کیدو په درشل کې دي.

تورسن چې د ډاکټر نجیب د حکومت پر مهال د ملي امنیت کارکونکی وو نن صبا په ټولنیزو رسنیو کې په یوه جنجالي څیره بدل شوی او په ټاکنو کې د بریا تر ټولو ډاډمن نوماند ښکاري.

هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دی به خامخا ولسمشر وي او لومړی کار به یي د خاینینو اعدامول وي.

تورسن وایي د هغو څلور لارو نوم لړ یي برابر کړی چېرته چې دی پلان لري خاین افغان چارواکي را وڅړوي.

هغه د ډاکټر عبدالله، فرامرز تمنا، نبیل، حکمتیار او یو شمیر نورو د غره غره کولو هم ویلي دي.

تر اوسه پوري د افغانستان د انتخاباتو پایلي نه دي اعلام شوی  خولا وختي یو شمیر نوماندانو د بریا اعلام کړی چې یو یې حکیم تورسن دی.

تورسن وایي دی پيسي نه لري خو د ولس پراخي رایي خپلي کړي او ژر به خپل هغه خوب چې د مفسدو چارواکو اعدامول دي په رڼا ورځ په واقیعت کې وویني.

په همدې حال کې تورسن د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر  مرستیالي وزیري هم نیوکه کړي چې کابل کې یې له عبدالله او اشرف غني سره کتلي خو له ده سره یي له لیدو کتو ډډه کړي ده .

تورسن وایي دی حیران دی چې ولي نړیوال له ګټونکي نوماند سره نه ګوري او له بایلونکو سره ناستي پاستي کوي.

په همدې حال کې د نوماندانو شورا هم نن ناسته درلوده .

د نوماندانو شورا غړو زیاته کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې  سپينې رايي له تورو بيلې کړي.  دوی زیاتي چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو خپل ځانونه بریالي اعلان کړي دي، او هڅه کوي چې په درغلیو سره یو ځل بیا پر خلکو حکومت وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په خبري ناسته کې خبرداری ورکوي له سمو رایو د ناسمو له بیلولو مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو پر اعلان هر ډول ټینګار به هیواد له کړکیچ سره مخامخ کړي.

ولسمشرۍ ته نوماند، رحمت الله نبیل وايي:« پر دولت سپره ډله هڅه کوي چې د سترې محکمې په استفادې سره د غیربایومټریک رایوموضوع دغه محکمې ته ارجاع کړي دا به لوبه جفا وي. خلک چې پر قضایه قوې لږ یا ډېر باور لري، هغه به هم صفر کړي.»

ولسمشرۍ ته نوماند، عنایت الله حفیظ څرګندوي:«درې ځله ټاکنې وشوې چې دا نوماندان یې له ستونزو سره مخامخ کوي او دا له پوښتنې سره مخامخ کوي، نو له دې نور بد نه پیدا کېږي.»

دغه نوماندان وايي هیڅوک حق نه لري چې په تقلبي رایو سره ځان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي.

ولسمشرۍ ته نوماند، احمد ولي مسعود داسې وايي:«په وار وار مو نړېوالې ټولنې ته مراجعه کړې، بې  ځوابه پاتې یوو، په وار وار مو پوښتنه کړې چې تاسې د ټاکنو د رڼښت تضمین کوئ؟ دوی ویلي چې نشو یې کولی دا د افغانانو کار دی.»

د نوماندانو شورا د یو شمیر نوماندانو په تیره بیا د ملي یووالي حکومت لخوا د درغلیو د تورونو د مستند کولو لپاره د هڅو خبر ورکوي او وايي دا شورا به د ملګروملتو امنیت شورا ته هم په دې اړه لیک ولیږي.

ولسمشرۍ ته نوماند، شهاب حکیمي زیاتوي:« د ټاکنو کمېسیون دارالانشاء زموږ نظر لاندې ده، موږ هغوی ته اجازه نه ورکوو چې تخلف وکړي، هر څوک چې وغواړي تخلف او تقلب وکړي، ځای به یې زندان وي.»

د دې شورا غړي وايي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مالوماتي بانګ ته د کابو یو میلیون تقلبي رایو د لیږد مخنیوی کوي.

دوی ټاکنیزو کمیسیونونو ته لیک لیږلی او ترې غوښتي يې دي چې د رایو د مرکزونو، د رایه ورکونکو د شمېر، د بایومتریک دستګاوو او د رایو د ثبتولو د څرنګوالي په اړه خلکو ته کره مالومات ورکړي.

میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents