fbpx

د ترکیې ولسمشر ولې د ډونالډ ترمپ لیک په کثافت دانۍ کې اچولی؟

خبریال ډاټ کام کابل / ۱۶ اکتوبر۲۰۱۹- د سوریې په شمال – ختیځ کې رأس العین او تل ابیض هغه سیمې دي چې تیره ورځ پرې ترکیې بریدونه پيل کړل. دا بریدونه وروسته تر هغې چې یادې سیمې امریکایي ځواکونه ووتل. وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې سیمې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو خبر ورکړ.

تردې وړاندې په یاده سیمه کې تر ۱۲ کلومیټره ساحه کې امریکایانو مرکزونه درلودل او په ځینو سیمو کې یې د ترکانو سره په ګډه ګزمې هم کولې. ترکیې غوښتل چې دغه سیمه تر دیرشو کیلومیټرو پورې وغځول شي ترڅو د کردانو اغیز له دې سیمې په مکمل ډول له منځه ولاړ شي؛ ترڅو ترکیه هېڅ ډول خطر احساس نه کړي.

د ترکیې د بریدونو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر وویل چې که ترکیه پر سوریې خپل بریدونه ونه دروي، دی به یې اقتصاد تباه کړي. او په یوه لیکلي لیک کې یې رجب طیب ارغان ته سپکاوی کړی و. اردغان ته د ټرمپ له لورې په لیږل شوي لیک کې لیکل شوي وه، چې پر سوریه د ترکیې بریدونه د ښاغلي اردغان سختدریخي او احمقانه کار دی، چې ترکیې ته ډیر زیان واړوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې نه یوازې دا چې رجب طیب اردغان یاد لیک شلولی او په خځلخونه کې یې غورځولی، هممهاله یې په سوریه کې د مېشتو کُردانو په غبرګون کې بریدونه زور ورکړی دی.

باید وویل شي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د ترکیې د ټکر او اختلاف اساسي ټکی د دې هېواد له لورې کردانو سره مرسته او ملګرتیا وه، چې له کبله یې کردانو د سوریې په الهسکې ایالت چې کرد میشتې سیمه ده او له ترکیې سره پوله لري، په دغه ایالت او ترڅنګ یې دیرالزور او الرقه بعضې سیمو کې له داعش څخه د جګړې تر ګټلو وروسته خپله کورواکه یا خودمختاره اداره د سوریې خپلواکې ادارې تر نوم لاندې د امریکایانو په مرسته اعلان کړه.

ترکیه غواړي چې له دیرشو څخه تر سلو کیلومیترو سیمه په راس العین تر افرین پورې له کردانو پاکه کړي او بیا د سوریې د دوه میلیونه مهاجرو چې د ترکیې په غازي انتر پنډ غالو کې اوسیږي په دغه سیمه کې د میشته کولو له لارې ځان له کردانو څخه د تل لپاره خلاص کړي. له تروریستانو پاکې سیمې (Corridor) هغه اصطلاح ده چې ترکیه یې د خپل برید لپاره د پلمې په توګه کاروي چې ډیری یې کرد میشتې سیمې دي.

د یادونې وړ ده چې کردان د کردستان په نوم یو خپلواک هیواد غواړي او پلان لري چې د ترکیې ځینې سیمې، د سوریې اوسنۍ کورواکه سیمې، عراقي کردستان او د ایران کردستان سره یوځای کړي.

Your SEO optimized title page contents