fbpx

د ټرمپ پیغوریزه ژبه؛ څه ترې راووځي!؟

خبریال ډاټ کام کابل / ۱۶ اکتوبر۲۰۱۹- په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کې کیږي چې ټرمپ په کې ویلي( د افغانستان د جګړو په اړه له روسیې وپوښتئ) چې افغانان څه ډول جنګیالي خلک دي. د ټرمپ دې خبرو ته ډیری امریکایان ناست دي او ټرمپ په کې دا خبرې کوي چې افغانستان یو باثباته؛ خو د نړۍ په کچه تر ټولو نا امن هېواد دی.

د ټرمپ خبرې د طغنې په ډول؛

ډونالډټرمپ چې خلک یې په نړۍ کې د یو بې عقل، احساساتي او حتی لیوني سیاستوال په توګه یادوي. دا هرڅه د نوموړي د یکه تاه زۍ، غرور، احساساتي او ارچینک پرېکړو له کبله دي. سره ددې چې د امریکا او له امریکا بهر په نوره نړۍ کې د پرېکړو او تصامیمو په برخه کې د امریکایی ولسمشر خلاص لاس نه لري. یعنې په یوازې توګه نشي کولای چې د مسایلو، بیا د مهمو مسایلو په اړه پرېکړې وکړې. ځکه هلته تر ډېره واک او صلاحیت د کانګریس چې د ملت استازي دي، د هغوی په لاس کې دي؛ دارنګه د پټ ځواک(استبلیشمنټ) په نامه یو قوت شته چې تقریباً ټوله امریکا رهبري کوي. دا وخت د نړۍ په څه ده پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې نظامي او د یو ۱۳۰ په شاخوا کې سیاسي او ډیپلوماتیکي حضور لري. ټرمپ ظاهراً په یاده ویډیو کې په افغانستان کې خپل نظامي جنرالان او عساکر طغنه کړي دي چې معنی تاسې نشئ کولای دا جګړه وګټئ، او نه هم په یاده جګړه کې بریالي یاست.

له دې طغنې دوه خبرې راووځي:

لومړۍ؛

ښاغلی ټرمپ غواړي خپلو عساکرو او جنرالانو ته ووایي چې نور له دې جګړې باید ووځو. لکه څنګه چې ټرمپ امریکایي ولس ته په وینا کې بیا ــ بیا ویلي چې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او په دې توګه غواړي د امریکا لپاره په یاد هېواد کې دا اوږده جګړه پای ته ورسوي. خو دلته افغانستان کې چې څه کیږي، هغه به کیږي.

دوهمه؛

قضیه عکس ده. ټرمپ غواړي جګړه متشدده کړي. خپل جنرالان او سرتیري د پیغور په ژبه ننګوي چې تکړه شئ. جګړه سخته کړئ. د ګټو لپاره وجنګیږئ، څومره مخالفین چې وژلی شئ ویې وژنئ، او که له دې لارې عام افغانان وژل کیږي، هم یې پروا مه ساتئ. ښایي دا نقطه په خپل ذات او تحلیل کې سمه نه وي، ځکه طالبانو سره د امریکا د متواترو مذاکراتو منطق همدا دی چې امریکا نوره له دې جګړې ستړي ده، او خپلې کډې باروي.

طالبان ته لوی پیغور؛ اوس باید څه وکړي؟

ټرمپ د خپلو خبرو په دوام دا هم ویلي چې(لکه څنګه چې امریکایان فوټبال لوبه د تفریح په توګه ویني، دارنګه طالبان هم د خپلې ساعت تېرۍ لپاره جګړه کوي). معنی دا چې طالبان د نړۍ تر ټولو لویدلي او پست خلک دي. د خلکو له وژلو، وینو تویولو، د عامه تاسیساتو له ورانولو، د ویرې او ترهې د خپرولو خوند اخلي. یعنې امریکایان چې د فوټبال لوبه د تفریح او دمې په توګه ګوري، یا ساعت پرې تیروي، طالبان داسې جګړه د ساعتیرۍ او تفریح لپاره کوي. جګړه هېڅ صبغه نه لري او نه هم د کوم هدف لپآره ترسره کیږي. یو تریخ حقیقت دا دی چې عیني مشاهدات په کتو د طالبانو جګړه هم داسې بريښي، کنه هلته د سولې لپاره مذاکرات، هلته وایي له جګړې ستړي دي، نه غواړي جګړه نوره وغځیږي او هلته بیا بریدونه او لویې چاودنې. یعنې د طالبانو وروستۍ کړنه له لومړۍ خبرې سره په تصادم کې واقع کیږي؛ نو ځکه د ټرمپ د یادې کړې خبرې لپاره مصداق جوړیږي.

طالبان؛ اوس باید څه وکړي؟

څه کم ۲ لسیزې کیږي، جګړه روانه ده. تر خپل حده واوښته؛ ورځ تر بلې یې زیانونه ډیریږي. قربانیان یوازې افغانان دي. خو د دې اوږدې جګړې په دوام د جګړې ښکاره لورو چې(امریکا، طالبان او افغان حکومت) دي؛ هېڅ په لاس ورنغلل. امریکا او افغان حکومت دا جګړه د طالب د محوې او له منځه وړلو لپاره پسې اوږده کړه. له شمېر وتلي طالبان یې ووژل؛ خو اما امریکا او افغان حکومت د دې جګړې ګټوونکی لوری نشو. بلخوا طالبانو هم دا جګړه د افغان حکومت د سقوط او د امریکا د ماتولو لپاره پیل کړې وه او د همدې لپاره یې په سلهاو زره انسانان ووژل، وطن یې ټوک ــ ټوک کړ؛ خو په خپل هدف کې بریالي نشول. لا هم وختي دی چې طالبان د خپلو مذاکراتو مسیر ته تغیر ورکړي، د امریکا پر ځای اتکاء پر افغان حکومت او افغان لوري وکړي. د ستونزې حل دلته ژر پیداکیږي. ځکه جګړه په افغانستان کې ده، نه په نیویارک او واشنګټن کې. د جګړې قربانیان افغانان دي، نه امریکایان. دا پیغور باید جدي ونېول شي، اړتیا دا ده چې افغان حکومت او طالبان په خپلو دریځونو کې نرمښت روالي، انعطاف پذیرۍ څخه کار واخلي. بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د طالبانو برداشت؟

ممکن طالبان د ټرمپ له دې تمسخري کلماتو د خپل بریالیتوب تفسیر وکښي، کوم چې ناسم او نا معقول دی. مهم بحث دا دی چې امریکا دلته صادقانه نه ده. نه پرې باور په کار دی، نه پرې ملا تړل. د دې وطن مالکان افغانان دي. هېڅوک یې سرنوشت نشي ټاکلی، او هېڅ لوری باید اجازه ورنکړي چې د دې وطن سرنوشت له پنجاب، مسکو، قطر، سعوري او چین، یا هم له واشګنټن، جرمني او د نړۍ له بلې عرصې وټاکل شي. سوله د ولس د ارادې او فکر تر شاه پټه ده. سوله د افغانانو د ارادې او فکرونو تر شا پټه ده.

لېکنه:

جان اغا بهار

Your SEO optimized title page contents