fbpx

د شهید رازق د مرګ کیسه زه او اسدالله خالد – میرویس افغان

خبریال ډاټ کام لندن/ ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۹نن د کندهار همکار خبریال ویب پاڼه کې هیڅ راپور نه وو خپور کړی ، تلیفون ميورته وکړ چې پوښتنه ترې وکړم ،همکار مې تلیفون ځواب کړ او په منډهمنډه کې راته وویل چې نور نه پوهېږم خو ریس صیب یې وویشتلو .‌

زما فکر ته ناببره حامد کرزی راغلو او په  لوړ اواز ميورته وویل چې کرزی صیب خو کندهار کې نه وو ، کله راغلی وو؟

هغه په ځغاسته کې راته وویل چې نه د حاجيریس صیب (جنرال رازق) خبره کوم .‌

ما ترې تفصیل وغوښت خو هغه په منډهمنډه راته وویل ټول یې وویشتل ، سلیم یې وویشتو ، والي، ریس د خاد ټول یې وویشتل .

 

زه نه پوهېدم چې له چانه پوښتنه وکړم ، سمدستيمي کندهار ته پرله پسې تلیفونونه وکړل هیچا هیڅ معلومات نه لرل ، البته خبر راکول شو چې په ولایت کې یوه مهمه غونډه روانه وه .

ما سمدستي اسدالله خالد ته تلیفون وکړ او ورته وميویل چې :‌

« جنرال رازق همدا شېبه په ولایتي ودانۍ کې وویشتل شو .‌»

اسدالله خالد غوصه شو او راته ویې ویل چې :

« میرویسه هر وخت د ټوکو او مسخرو نه وياو دا ډول مسخرې دي د زغملو نه دي‌ . »

ما ورغبرګه کړه چې :‌

« دامسخرې نه ديوروره زه رښتیا درته وایم ته معلومات وکړه . »

اسدالله خالد د یوې شېبې لپاره خاموش شو او سمدستي یې رانه وپوښتل تا له غورځنګ یا کوم بل  ملګريپوښتنه وکړه ؟

ما ورته وویل «نه» هیڅوک تلیفون نه پورته کوي .

هغه بې له څه ویلو تلیفون بند کړ.

دا وخت اسدالله خالد کومه دولتيدنده نه لرله .

 

ما په کندهار ولایتي ودانۍ کې موجود یوه خبریال ته زنګ وواهه هغه راته ویل چې د مليامنیت ریس او پخپله جنرال رازق او سلیم کامره مین شهیدان شول او واليصیب ټپي دی .

ما بېرته اسدالله خالد ته زنګ وواهه او هغه هم په لمړيزنګ تلیفون ځواب کړ .‌

ما هیلوهیلوکول خو د ښاغليخالد له لوريهیڅ نه ویل کېدل ،البته په باګرونډ کې نور اوازونه راته راتلل . ما داسيو انګېرله لکه اسدالله خالد چې خبرينشيکولای او یا یې ستونی له ژړا ډک وي‌.

ما ورته وویل چې هو اوس راته تایید شوه چې رازق شهید شوی ، او نور تلفات هم اوښتيدي‌.

ما د جزیاتو ورکولو هڅه وکړه ، اسدالله خالد په غریو نیوليغږ راته وویل :‌

« هو ډېر بد خبر دی ، زه شوک یم نه پو هېږم څه وکړم؟ »

ما اسدالله خالد ته د ارام کولو مشوره ورکړه ، ځکه زه د خالد پر صحت ووېرېدم .

شېبې نه وې تېريبېرته ښاغليخالد راته تلیفون وکړ او پر دې وغږېدلو چې تر یوه وخته باید د رازق د شهادت خبر وساتل شي‌.

زه د دې په حق کې ځکه نه وم چې د رازق د شهادت نه کېدای شوایډېره به ده استفاده شوې وای .‌

ما ښاغليخالد ته وویل چې :

« د جنرال رازق شهادت بېرته نه راګرزي،خو دا چې که پر وخت دا خبر خپور نشينو له دې نه به یوه کیسه جوړه وياو خلک به کندهار ښار ته راروان وي .

 

ځیني به اوازې خپرويچې ټپيدی ، ځینيبه واييپه کوما کې دی ، ځینيبه واييچې اوس یې سترګې راروڼې کړې او له دې سره سره به د جنرال رازق سره د خواخوږيپه نوم زرګونه کسان کندهار ته راشياو ښايي د کندهار امنیت خراب شي‌.

دا هر څه په شېبو کې وشول او ما د خپل یوه ملګرياو د افغانستان د یوه پیاوړيعسکر جنرال رازق د شهادت خبر خپور کړ.

 

اسدالله خالد او جنرال عبدالرازق

 

اسدالله خالد او جنرال رازق ډېر نېژدې ملګري وو. د دوی ملګرتیا ژوره او پخه وه .

البته دوی دواړه حکومتيچارواکي او زه خبریال وم ، نو له پیل نه تر ورستیو مو بیا بیا جنجالونه هم شويدي .

له شهید رازق سره به پر ځینو کړنو او وژنو نه یوازي ما بلکه اسدالله خالد هم اکثره جنجال کاوه ،خو هغه به کله هم له عدالته بغیر وژنې نه منلې او ویل به یې چې :‌

« که عسکرو تېروتنه کړې وي زه به یې معلومات وکړم او جزا به ورکړم . »‌

جنرال راق که څه هم یو تکړه افغان عسکر وو،خو دې کې شک نشته چې روزنه کې تر ډېره بریده اسدالله خالد لاس درلود.

 

جنرال رازق اسدالله خالد ته د مشر او اسدالله خالد جنرال رازق ته د کشر ورور په سترګه کتل .

که څه هم د جنرال رازق د شهادت پر مهال اسدالله خالد په حکومت کې کار نه کاوه ، خو د هغه تر شهادت وروسته د دفاع وزیر وټاکل شو .

اوس د ملياتل جنرال رازق پر شهادت پوره یو کال واوښت او اسدالله خالد هم ددفاع وزیر دی ،پکار ديچې ددغه مېړنيشهید دوسیه یوازيپه دې تمامه نشيچې هغه طالبانو شهید کړی،بلکه ددې دوسیې څېړنه وشياو پایلی یې له هیواد والو سره شریکيشي‌.

اسدالله خالد اوس د هیواد یو لوړپوړی چارواکی دی هیله ده چې په دې باب خپله هڅه او مرسته ونه سپموي .

لیکوال : میرویس افغان

 

د شهید عبدالرازق په تړاو ځیني‌نور مطالب به لاندي‌لینکونو کې لوستلای شئ 

په چاریکارو کې یو واټ د جنرال رازق په نوم ونومول شو

د فوټبال په غوره لیګ کې شهید جنرال رازق ته فاتحه وشوه

ولسمشر له پاکستان څخه د جنرال رازق د قاتلينو غوښتنه وکړه

ولسمشر جنرال رازق د سولي قهرمان ونوماوه

د ملي ائتلاف غړي د جنرال رازق فاتحې ته راغلي

کابل کې یوه څلور لاري‌د جنرال رازق په نوم شوه

په کندوز کې يو لوی سړک د جنرال رازق په نوم ونومول شو

د جنرال رازق د ترور په اړه د ملي امنیت رئیس تازه څرګندونې

د جنرال رازق تر مرګ وروسته په کندهار کې لمړی ځانمرګی

کندهار کې د جنرال رازق د شهادت څلوېښتمه ورځ ولمانځل شوه

د شهيد جنرال رازق په نوم يو دنګ څلى جوړېږي

 تادین خان: ژر به د شهید جنرال رازق غچ له پاکستانه واخلم

د کندهار پېښې په تړاو به امنيتي چارواکي ځواب ووايي

د جنرال شهادت افغانان په بي ساري ډول یوموټي کړل

د رازق وژنه د افغانستان پر حریم تېری وو

ولسمشر کندهار ته راورسېده

د رازق د وژلو پلان د ډيورند کرښې ها خوا طرحه شوی و

غزني کې دجنرال عبدالرازق د فاتحي مراسم ترسره شول

د افغان پاکستان ضد څیرو ترور لړۍ روانه ده

ولسمشر جنرال رازق د سولي قهرمان ونوماوه

د شهید لوی پاسوال جنرال عبدالرازق اڅکزي له مقبرې څخه لیدنه

په نورستان ولایت کې د شهید جنرال عبدالرازق په یاد غونډه…

جنرال رازق شهید شوی جنرال میلر ژوندی دی

Your SEO optimized title page contents