fbpx

محسن داوړ: ننګرهار کې په جومات برید د وحشیانو کار دی

خبریال وېبپاڼه / ۱۹ اکټوبر ۲۰۱۹ – د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې د تېرې ورځې وحشتناک برید په کلکو ټکو غندلی دی .

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي دي چې په ننګرهار ولایت کې پر جومات چاودنه د انسانانو نه بلکې د وحشیانو کار دی، چې دوی بې ګنا افغانان قتلوي نوموړي د افغانانو سره په دې برید خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې ټپیانو او د قربانیو شویو کورنیو سره په مکمل ډول غم کې شریک دی.

پرون په هسکه مینه ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې په پېښه کې ۶۵ کسه شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

ځايي خلک بیا رسنیو ته وایي چې په پېښه کې تر ۶۵ ډېر لمونځ کوونکي شهیدان شوي او تر شپېتو ډېر نور ټپیان دي. په جومات کې ټولټال تر ۳۵۰ پورې کسان د لمانځه لپاره راټول شوي وو.

د سیمې خلکو پر وینا ټولو لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځع لومړني رکعت ترسره کړی و او د دوهم رکعت په ادا کولو بوخت وو چې ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه چې په مرګ ژوبله کې تر نهو پورې ماشومان هم شامل وو.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمداشرف غني هم پر دغې بوږنونکې تروریستې پېښې سخت خواشینی ښودلې نوموړي یاد برید په سختو ټکو غندلی او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د ټپیانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وکړي.

ولسمشر غني وایي، طالبان چې هم په خپله خونړي او تروریستي بریدونه ترسره کوي او هم یې د داعش په ګډون نورو تروریستي ډلو او ګروپونو ته د ترور، وحشت، بریدونو او جنایتونو زمینه برابره کړې د خدای (ج)، قانون او خلکو پر وړاندې مسوول دي.

بلخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش له خولې لیکلي چې ملګري ملتونه په پېښه سخت خواشیني دي.

انتونیو ګوتریش برید غندلی دی او په خبره یې دغه ډول بریدونه ستر بشري جنایتونه دي او عاملین یې د بشریت دښمنان دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې دغه پېښه غندلې ده.

Your SEO optimized title page contents