fbpx

تر اوږده ځنډ وروسته د سولې په اړه د خلیلزاد تازه نی ټویټ!

خبریال وېبپاڼه/ ۱۹ اکټوبر ۲۰۱۹ – وروسته تر هغې چې د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو ۹ پړاؤه خبرې ترسره شوې او ظاهراً ورسره کومه مطلوبه پایله نه وه، پرته له دې چې هماغه څلور موارد چې په لومړیو کې بحث شوي وه( له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، او له دې ځای امریکا د ګواښونو نه متوجې کېدل، افغان لوري سره مذاکرات او اوربند) کوم چې طالبانو وویل، لومړی باید په اولنیو دوه موضوعاتو یوې پایلې ته ورسیږي، ورسته به پاتې دوه نور موضوعات تر بحث لاندې نېول کیږي.

خو تر افغان ولسمشریزو ټاکنو وړاندې طالبانو کابل کې د امریکايي ځواکونو پر یو کمپ برید وکړ چې په پایله کې دوه امریکایي سرتیري ووژل شول، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وخت طالبانو سره د سولې ټولې خبرې لغوه اعلان کړې چې دې چارې ته په کور دننه مثبت او منفي غبرګونونه ترسره شول.

هغوی چې د امریکا او طالبانو مذاکرات یې بې پایلې او د یوې معاملې د منځته راتګ پیلامه بلله، غبرګون یې مثبت وه، او هغوی چې یاد مذاکرات یې مهم او ګټور بلل، اندېښنه ښکاره کړه او دا یې سم کار ونه بللو. افغان حکومت بیا د ولسمشر ټرمپ د دې اقدام هرکلی وکړ، ځکه د دوی په باور د قضیې اصلي لوری افغان حکومت دی، او طالبان باید له دوی سره د سولې خبرې ــ اترې وکړي.

طالبانو بیا دوه اوونۍ وړاندې وویل، د سولې لپاره د دوی پلاوی د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته سفر کوي. په دې سفر کې د طالبانو استازو د پاکستان له ای ایس ای مشر او غړو، دارنګه د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او نورو پاکستانیو چارواکو سره لیدنې ترسره کړي دي.

خو له شاوخوا ۲ میاشتیني ځنډ وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه نی ټویټ کړی دی چې یې په کې ویلي دي(( افغانستان کې باید سوله ییز حل د افغانستان دوه لسیزې لاسته راوړنې هم خوندي وساتي)).

خلیلزاد د امریکايي ځواکونو د ګډې قومندانۍ له مشر جنرال میلي سره لیده ــ کاته کړي دي، او دواړه هوکړه کړې ده چې باید امریکا ته د متوجه تهدیدونو په اړه د حل یوه معقوله او سوله ییزه لاره راوویستل شي، او د امریکا داخلي ګټو په پام  پر دغه هېواد د جګړې بار راکم شي. ښاغلي خلیلزاد په دقیقه توګه نه ده روښانه کړې چې طالبانو سره به بیا کله خبرې پیلوي، خو یوازې یې ویلي دي چې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره مذاکرات دي.

Your SEO optimized title page contents