fbpx

یوازې دریېمه برخه افغانان!

خبریال وېبپاڼه/ ۱۹ اکټوبر ۲۰۱۹ – او دا باید ومنو چې د نړۍ د بلې هرې جګړې په پرتله د افغانستان جګړه خونړۍ ده. وحشي ده، له حده اوښتې ده، بېرحمه ده. د جګړې ټول اسلامي، ملي او بین المللي قوانین او اصول په کې نقض شوي دي. د څلورو لسیزو د جګړې له پیل راهیسې تر ننه دلته په شویو او روانو جګړو کې داسې پېښې شوې دي چې تاریخ یې له لیکلو شرمیږي، نه غواړي مخونه یې د وحشت په داسې بوږنوونکو صحنو ککړ شي!

د وجدان ټکان چیرې دی؟!

سپین ږیري په بمونو والوځول شول. ماشومان په منځ وشلول شول، دوه پړقه. له تورو سرو سینې وغڅې شوې، په عام محضر کې پرته له ثبوت او اثباتیه مدارکو سنګسار شوې، بې عزته شوې، بې عفته شوې، عرت سر عام نیلام شو. خو د جګړو مارو وجدان ټکان ونه خوړ، چې څوک یې وژلي، د ماشومانو، تورسرو، بوډاګانو او معصومو انسانانو، له وژنو او ځورونې یې خوندونه واخېستل او اخلي. او دا واقعیت دی چې جګړه له خلکو عقل او شعور اخلي، انسان وحشي کوي او بیا هرڅه پرې کوی شي.

په پردیو غمونو اخته ملت!

وړاندې مو وویل چې د افغانستان د جګړې غوندې وحشي جګړه بله نشته. زمونږ غم او درد د دنیا د ټولو غمونو( د مورې نړۍ په وګړو د راغلو غمونو) څخه سخت او جدي دی. د زغم وړ نه دی. خو بیا زمونږ د وطن خلک چې څومره د نړۍ د نورو وګړو د غمونو او دردونو په اړه ساندې وهي، فکرونه کوي، حل لارې او طرحې ورته وړاندې کوي ؛ بدبختي دا ده چې کله یې ټرمپ په سر خپلو کې سره ګریوانونه شلولي وي، کله یې د اردغان او کردانو په سر، کله یې د روسانو او پنجابیانو په سر، کله یې د ایرانیانو او هندیانو په سر، کله یې د فلسطینانو او اسرایلو په سر. خپل جدي او د نړۍ تر ټولو لوی او سخت غم ورته غم نه ښکاري، او د نړۍ تر ټولو بېخونده او تراژیدک ژوند ورته، ژوند.

د حل لاره څه ده؟

د حل لاره دا ده چې له دې حالته باید راووځو. که د همدې افغانانو چې د نړۍ د نورو وګړو لپاره ښه او ارام ژوند غواړي. چېغې یې خیژي، دعاووې ورته کوي؛ درېیمه برخه یې هم په خپل غم ودردیږي، او همدا درېیمه برخه پر ټول وطن راغلي غم او بدیو ته د حل لارو فکر وکړي، طرحې وړاندې کړي او بیا یې د عملي کولو لپاره منسجم او منظم ګام واخلي، زه باوري یم چې افغانستان له دې روان(بوږنوونکي بُحرانه) وځي او ټول افغانان به ارام او هوسا ژوند ولري، خو نشته او نه کیږي.

د ۲۱ پیړۍ اړیکې؛

په دې باید وپوهیږو چې د ۲۱ پیړۍ په اړیکو کې د دولتونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې( دین او عقیده، وروګلوي او اخلاق، شفقت او زړه سوی) ځای نه لري، بلکې د ګټو او تاوان خبره ده. ټول هغه هېوادونه چې له نورو هېوادونو سره شریکې ګټې ولري، سره نېږدې دوستان دي. پر یو بل رحمیږي او هرڅه دي. هند او افغانستان، امریکا او افغانستان، ایران او روسیه، چین او پاکستان. روسیه او پاکستان، امریکا او سعودي.

دښمني هم د یو بل د ګټو د تضاد او ټکر په نقطه کې ده. ټول هغه هېوادونه د یو بل دښمنانان دي چې د یو بل ګټي ګواښي. د یو بل ضد وي، دا که سکه ورونه هم وي. پاکستان او افغانستان. سعودي او ایران. سعودي او قطر… دا اسلامي هېوادونه دي؛ خو سره دښمنانان دي. بله برخه کې بیا روسیه او امریکا غیرې اسلامي هېوادونه دي؛ خو هم سره خپلو کې دښمنانان دي، دا ډول یې چین او امریکا درواخله.

 

وخت یې دی!

وخت یې دی چې افغانان د یو بل له ګریوانونو خپل لاسونه راوباسي او د هغه چاته ګریوان ته یې ور واچوي، چا چې په دې ولس دا قیامت راوستی، له لسیزو ــ لسیزو یې سره خپلو کې جنګوي. یوازې خپلمنځي اتفاق او اتحاد هم، دښمن پر مخ درنده څپیړه کېدای شي؛ خو که له عقله کار واخلو!

لېکنه:

جان اغا بهار

Your SEO optimized title page contents