fbpx

د کابل ښار د شپې ننداره زموږ د همکار له سترګو

خبریال وېبپاڼه/ ۱۹ اکټوبر ۲۰۱۹ – هر لور ته چې ګورې تيزې اشارې، رنګارنګ رڼاګاني او ګروپونه دې تر سترګو کيږي چې د ښار ښکلا يې يو په دوه اضافه کړي وي. ددې رڼاګانو او ګروپونو ډيری برخه هغه هوټلونه او تالارونه تشکيلوي چې د خوښۍ او واده مراسم پکې تر سره کېږي. دغه هوټلونه او د واده تالارونه چې تقريباً د کابل ښار په هره برخه کې شتون لري او ډيری يې په شمالي برخه، د ښار په منځ او لويدیځ لوري ته پراته دي، چې هره ورځ پکې له۱۵۰ـــ ۲۰۰ پورې د واده او خوښۍ مراسم د موسیقۍ له سور و تال سره يو ځای په ډير جم ــ جوش سره نمانځل کيږې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ځلې په دغه تالارونو او هوټلونو باندې مرګوني بريدونه هم شوي دي چې زيات شمير هيوادوالو ته پکې مرګ ژوبله، ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي؛ وروستی هغه يې په ( شهر دوبی) د دودنو تالار باندې مرګونی بريد وو چې ۶۳ تنه پکې ووژل شول او ۱۸۲ تنه نور پکې ټپیان وه. ددې مرګوني بريد پړه داعش”اسلامي دولت“نومي ډلې پر غاړه واخېستله چې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له لورې له تند غبرګون سره مخ او په سختو ټکو وغندل شوه. ولسمشر محمد اشرف غني هم ددې پيښې د عاملينو د نيولو ژمنه وکړه . خو بل پلو د هوټلونو خاوندان وايې:

((په دې ورستيو کې یې کار ټکنی شوی او د پخوا په څير مشتريان نه لري. د ياودنې وړ ده چې د امنیتي ستونزو تر څنګ په دې هوټلونو کې د واده او خوښۍ مراسم نيول هم جدي اقتصادي ستونزه ده، چې په اوسط ډول د يو واده لګښت په کې د ۶۰۰ ــ ۷۰۰ زره افغانۍ پورې دی چې په ټوليز ډول د کابل په هوټلونو کې د يوې شپې لګښت ۹۷ میلونه افغانيو په شاوخوا کې اټکل شوی دی چې مياشتنی لګښت یې د ۸۱ زره ښوونکو له مياشتنۍ تنخوا سره برابريږي. پوښتنه دا را ولاړيږي چې سره له دومره ستونزو او مشکلاتو بيا هم ولې د پلازمینې کابل اوسیدونکي په پراخه کچه په هوټلونو کې واده ته زړه ښه کوي؟

په اړه يې د کابل يو تن اوسيدونکی محمد قاسم داسې وايې:

((په هوټلونو کې واده کول اوس يو رواج او دود ګرځيدلی او هر څوک کوښښ کوي چې ځان د نورو سره سيال او برابر کړي؛ نو همدې خبرې هم ډيری کورنۍ مجبورې کړي چې په هوټلونو کې واده ته زړه ښه کړي)). له دود ور اخوا ځني نور ستونزي هم شته چې کابل ښاريان يې په هوټل کې په واده کولو مجبوري کړي دي. محمد ابرار هغه ځوان چې پخپله يې هم په هوټل کې واده کړی داسې وايې: (( د ځای د نشتون ستونزه او بله دا چې د ډیری کورنيو لخوا دا شرط په ځوانانو ايښودل کيږي چې د لور واده يې بايد په هوټل کې وشي)).

که څههم  ځينو کورنيو ته په هوټل کې واده کول د لګښت له پلوه عادي او اسانه خبره ده؛ خو ځنې نورو کورنيو ته جدي ننګوونه ده. ددې لويو او درنو لګښتونو د پوره کولو لپاره ډیری وخت ځوانان په ناوړه کارونو لاس پورې کوي؛ ډلې غلا، قاچاق او له وطنه تېښته، چې ډیری وخت د ځوانانو په مرګ تماميږي.

Your SEO optimized title page contents