fbpx

ولسمشرغني د هسکې مېنې ملاماتوونکي غم قربانیانو ته ورغلی!

خبریال ډاټ کام/۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹- ولسمشرغني نن سهار د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې سیمې ته تللی؛ ترڅو د وړمې ورځې د ملا ماتوونکې پېښې د قربانیانو سره غمرازي او خواخوږي ترسره کړي. له ولسمشرغني سره په دې سفر کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او نور حکومتي(ملکي او نظامي) چارواکي مل وه.

باید وویل شي چې پرون د ولسمشرغني د ځانګړي حکم له مخې د هسکې مېنې ولسوالۍ تېرې ورځې غميزې له امله د شهيدانو او ټپيانو کورنيو سره د اته ميليونه او دوه سوه زره افغانيو نغدي مرستې تر څنګ د ننګرهار ولايت مقام له لوري د درې سوه زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته شوې وه.
د يادې مرستې ورکړې پر وخت د ښاغلي غني سلاکار اسد الله فلاح، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي عبدالروف شپون، سرحدي لواء قوماندان محمد ايوب حسين خېل، ولايتي شورا مرستیال عبيدالله شينواري، د دې ولايت سکتوري خدمتونو، حج اوقافو، پېښو پر وړاندې چمتووالي رییسانو او نورو چارواکو برخه لرله.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې قریه کې د جمعې د ورځې د لمانځه پر مهال په مسجد کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه، چې په پایله کې یې ۶۲ لمونځ کوونکي شهیدان شول او تر ۳۶ ډیر ټپیان. د پېښې یو شمېر ټپیان لا هم د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دې پېښې ته د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه سخت غبرګونونه ښکاره شول. د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون په یوې اعلامیه کې ویلي وه چې د پېښې عاملینو سره باید جدي حساب وشي. د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پښتنو یو شمېر نورو مشرانو هم یاده پېښه یو نه بخښوونکی عمل وبللو. وسله والو طالبانو هم یاده پېښه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وغندله او د نه لاس لرلو خبره یې په کې وکړه.

تر اوسه پورې د یادې پېښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی. خو ورته پېښې په ډیری سیمو کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والې ډ‌لې له خوا هم ترسره شوي دي.

دا چې ولسمشرغني به یې په غبرګون کې څه ووایي، د ورځې تر پایه به معلومه شي. هیره دې نه وي چې خبریال ویب پاڼه به د ورځې په اوږدو کې هلته د شویو خبرو ــ اترو او غبرګونونو په اړه معلومات درسره شریکوي.

Your SEO optimized title page contents