fbpx

ولسمشر ننګرهار ته ورسېد

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – ولسمشر محمد اشرف غني؛ څو شېبې وړاندې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې سیمې قربانیانو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ په پار ور ورسېد.

وړمه ورځ په یاده سیمه کې خونړۍ پېښه رامنځته شوه، چې له کبله ۶۲ تنه شهیدان شول او تر ۳۶ ډېر ژوبل. پېښه د جمعې ورځې د لمانځه د اداء کولو پر وخت د یو ځای پر ځای کړي بم له امله رامنځته شوه، چې د جومات چت هم په لمونځ کوونکو راپریوته.

د سیمې خلکو پر وینا ټولو لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځع لومړني رکعت ترسره کړی و او د دوهم رکعت په ادا کولو بوخت وو چې ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه چې په مرګ ژوبله کې تر نهو پورې ماشومان هم شامل وو.

یادې پېښې د افغانستان سربېره په نوره نړۍ کې هم غبرګونونه پارولی دي او دا یې د افغانانو پر وړاندې د عبادت په ځای کې یو غیرې انساني وحشیانه عمل بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي ښودلې.

ولسمشر غني په داسې مهال هسکې مېنې ولسوالۍ ته راغلی چې تېره ورځ د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د رئیسانو کمېټې په غونډه کې د عمومي غونډو د آجنډا ټاکلو سربېره، له حکومته وغوښتل تر څو د ننګرهار ولایت د پرونۍ پېښې په مناسبت نن ملي ماتم اعلان کړي..

مسلمیار زیاتوي په غونډه کې د ولسمشر غني څخه هم وغوښتل ترڅو د شهیدانو وینو ته د درناوي لپاره دې نن د مجلس پلاوی د قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړي .

خو نن ولسمشر غني په خپله د فضل الهادي مسلمیار په شتون کې د نورو حکومتي چارواکو سره ننګرهار ولایت ته تللي او د یوې غونډې په ترڅ کې به د قربانیانو کورنیو ته د فاتحې مراسم وړاندې کړي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني پر دغې بوږنونکې تروریستې پېښې په لومړۍ ورځ سخته خواشیني ښودلې وه نوموړي یاد برید په سختو ټکو غندلی وو .

ولسمشر غني وایي، طالبان چې هم په خپله خونړي او تروریستي بریدونه ترسره کوي او هم یې د داعش په ګډون نورو تروریستي ډلو او ګروپونو ته د ترور، وحشت، بریدونو او جنایتونو زمینه برابره کړې د خدای (ج)، قانون او خلکو پر وړاندې مسوول دي

باید وویل شي چې پرون د ننګرهار والي په لارښوونه د یادې پېښې قربانیانو سره اته نیم میلونه افغانۍ مرسته هم وشوه.

د یادولو ده تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

Your SEO optimized title page contents