fbpx

دولت جوړوونکی ټیم؛ ټاکنو کې د بری جشن تیاری نیسي

خبریال ډاټ کام/۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹-  که څه هم تیره شپه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ له افغانانو بخښنه وغوښته چې په وینا یې کمیسیون ونه توانېده د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې په خپل وخت(د تلې په ۲۷) نېټې اعلان کړي؛ خو د نوموړې په ونیا په پایلو کې د لا زیاتې رونټیا او شفافیت په خاطر له پوره دقته کار اخلي.

خو تیره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یوې خصوصي غونډې پر مهال د دولت جوړوونکي ټیم ډلې چې ولسمشرغني یې ولسمشریز نوماند، امرالله صالح یې لومړی او سرور دانش یې دویم مرستیال دي، ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل بری خبره کړې ده. دوه اوونۍ وړاندې د ثبات او همګرایي ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د یوې غونډې پر مهال چې رسنۍ هم وربلل شوې وې د خپل ټاکنیز ټیم د بریالیتوب خبره کړې وه.

دا خبرې په داسې مهال کیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون نهایي څه، ان تر اوسه یې لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان کړي. کمیسیون د پایلو د ځنډ خبره د تخنیکو ستونزو شتون، دارنګه د لا ښې روڼتیا او شفافیت پورې تړي.

د دولت ساز ټیم ارګ کې د ځانګړې غونډې پر وخت ویلي چې دوی د هغه رایو چې د ټاکنو کمیسیون سرور ته داخلې شوي(بایومیتریک) رایې دي؛ په کې تر نورو ټاکنیزو ټیمونو مخکښ دي او په وینا یې تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې د دوی شاملې دي.

 د غونډې برخه والو له خوا دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې ته مبارکیانې ویل شوي. هممهاله پرېکړه شوې ده چې باید د بریالیتوب د جشن نمانځنې لپاره دې چمتوالی ونېول شي. خو تازه بیا دولت ساز ټیم دا هم ویلي چې د کمیسیون له خوا د لومړنیو پایلو د ځنډ چې په وینا یې تخنیکې ستونزې دي، او دارنګه په شفاف او دقیق ډول رایې شمیرې، پریکړې ته د درناوي خبره هم شوې ده.

باید وویل شي چې د ټاکنو کمیسیون مشرې آغلې نورستانۍ دا نه دي ویلي چې لومړنۍ پایلې به څومره وځنډیږي؛ خو د ځېنو سرچینو په حواله، ښایي راتلوونکې اوونۍ کې اعلان شي. ټاکنو کمیسیون تیره اوونۍ اعلان کړی و، چې هغه رایې چې بایومیټریک نه دي، له بایومیټریکو رایو بیلوي، ځکه چې غیرې بایومیټریک رایې د باور وړ نه دي.

Your SEO optimized title page contents