fbpx

له ولسمشر د شینوارو غوښتنې!

خبریال ډاټ کام/۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹- وړمه ورځ د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ جودرې سیمه کې کوچینی قیامت و. د خدای کور کې یې بم والوځوه، د خلکو غوښې یې د جومات په دیوالو پورې ونښلولې. چت راپریوته لسګونه تنه یې شهیدان او ژوبل کړل. روغتونونو کې ټپیان نه ځایېده. په یوې ځمکه یوه ورځ کې نوې هدیره جوړه شوه. قطار قبرونه وکېندل شول، مُلایان په جنازو کولو ستړي شول. له هر کور او کلي، ان ونو او دیوالونو کریغې وهلې. کاڼي ورته اوبه شول. د اسمان اوښکې هم ورته ټینګې نه شوې، د خلکو په مظلومیت یې سم ورسره وژړل. ماشومان په کې بې پلاره شول. تور سرې کونډې شوې.

ان د واده د زلمي هماغه جامې په وینو ورنګېدې چې څویمه ورځ یې وه. ناوې په نکریزو سره لاسونه بې خاونده شوه. په ټول وطن د وحشت فضاء خپره شوه، او لا خپره ده. د شینوارو؛ خو لا ځایه هم قسمت بد دی، دا څو کلونه په کې وحشتونه ترسره شول. طالبانو وځپل، داعش یې ټوک ـ- ټوک کړل، داسې ظلمونه یې د شینوارو په خاوره وکړل چې د نړۍ په هېڅ ټوټه کې به نه وي شوي.

 

د ولسمشرغني سفر

ولسمشرغني نن نن د دې لویې غمیزې قربانیانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ په پار جودرې ته ورغی. د شهیدانو او ټپیانو وارثین یې په خپل سینې پورې جوخت ــ جوخت ونیول. تسلیت یې ورته ووایه. دا فاجعه یې نه هیریدونکې وبلله، د بشریت پر مخ یې ګوذار وباله. ویې ویل، زما درسره له زړه وینې څاڅي. ولسونو یو شمېر غوښتنې درلودې، چې ولسمشرغني یې د پوره کولو ژمنه ورسره وکړه، دا چې دا وعدې به پوره شي، کنه لکه د هغه مخکنیو به یوازې د کاغذ پرمخ پاتې شي، وروسته خبرې دي.

 

زمونږ له سرونو بلاووې ختمي کړئ!

دا د شینوارو د ځایي ولسونو لومړنۍ غوښتنه وه. ویې ویل سر مو خوندي نه دی، قرباني مو ډیره ورکړه. د داعش او طالب پر وړاندې مو خپلې سینې سفر کړې. اجازه مو ورنکړه چې ننګرهار او ختیځ لاندې کړي، نورو سیمو ته ورشي. ځانونه مو پرې ټوک ــ ټوک کړل. ولسمشرغني یې د قربانۍ قدر دانی وکړ. د ننګرهار والي، ملي امنیت رییس او نورو امنیتي مسوولینو ته یې وویل چې له دې سیمو د داعش او طالبانو لمنه په بشپړ ډول ورټوله کړئ. له ننګرهار یې وشړئ، ورک یې کړئ.

 

ښوونځي راته جوړ کړئ!

دا په نننۍ غونډه کې د شینوارو د ولسونو دویمه غوښتنه وه. ویې ویل مونږ دا اوږده کلونه د بې علمۍ پور پرې کوو. دلته بدمرغي ده. له دې بدمرغیو باید راووځو، او یوازینۍ لاره یې د ولسونو لوستي کیدل دي. درېغه جګړه د جهالت وروستۍ کرښه ده. له جګړو د وتلو لپاره باید ولسونه لوستي شي. لوستي خلک هېڅکله له خپلې اوږې پردی ټوپکی نه ډزوي، د خپل ورور له سینې مرمۍ پورې ــ راورې نه وباسي. ولسمشرغني یې د ښوونځیو د جوړولو ژمنه هم ورسره وکړه.

 

صحي خدماتو ته لاس رسی؛

د یادې سیمې د ولسونو بله مهمه غوښتنه د کلنیکونو او ورته د روغتیایي مراکزو جوړول وه. ویې  ویل، صحي خدماتو ته لاس رسی نه لرو. دا زمونږ لپاره جدي ستونزه ده. ناروغان او ټپیان له دې ځایه چې تر جلال اباد ښاره وړو، لاره کې د ژوند پور پرې کوي. جدي اړتیا لرو چې دلته روغتیايي مرکزونه جوړ شي. ولسمشرغني یې ورته د جوړولو ژمنه وکړه. عمل ته به یې وګورو.

 

د څښلو صحي اوبه؛

د جودرې ولسونو د څښاک د صحي اوبو نشتون، بله جدي ستونزه وبلله چې په وینا یې دا وخت ورسره لاس و ګریوان دي. ولسمشرغني یې د دې ستونزې د حل ډاډ هم ورکړ. د شینوارو په څو ولسوالیو کې او ډیری سیمو کې خلک له دې ستونزې کړیږي.

 

تیرې وعدې او ژمنې؛

د ملي وحدت حکومت او بیا پر ولسمشرغني یوه مهمه نیوکه دا هم ده چې ډیری یې کړې وعدې یې په عمل کې نه دې پوره کړي او یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي. نو ځکه یې خلک نویو وعدو ته هم د هغه تیرو په څېر ګوري او هسې د هوا ګزول یې بولي. خو ولسمشرغني بیا وایي، چې کومې وعدې مې کړي پوره کړي مې دي او چې وعده وکړم حتمي یې پالم. خو دا وخت لا هم د شینوارو او خوږیاڼو ولسونه د داعش او طالب ډلو له ګواښ سره مخ دي.

 

لېکنه:

جان اغا بهار

Your SEO optimized title page contents