fbpx

په شپږيزه لیګ کې کوم ځوان لوبغاړي وځلېدل؟

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – د افغانستان شپږیزه غوره لیګ سیالۍ چې د شپږو لوبډلو ترمنځ د روانې اکټوبر میاشتې پر اووومه نېټه پیل شوې وې تر اتلسمې نېټې پورې یې دوام وکړ چې په پکې دا ځل د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک اتلانو لوبډلې اتلولي خپله کړه.

په ټوله کې د شپږیزې غوره لیګ سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره شوې که له هر اړخ نه ورته یو نظر وکړو د سږني ۲۰۱۹ کال شپږیزه غوره لیګ بریالۍ ثابتېدلی شي ځکه چې په دې لېګ کې هیڅ داسې یوه امنیتي پېښه هم رامنځته نشوه چې د لیګ د ګډوډیدو لامل دې ګرځېدلی وو. د دې لیګ لوبو لیدلو لپاره هره ورځ په زرګونه ننداره چیان لوبغالي ته راتلل څو ملي اتلان له نږدې وګوري او ښه یې تشویق کړي.

شپږیزې لیګ نه یواځې د افغانانو په ټولنیز او اقتصادي ژوند مثبت اغیزه کړې وه بلکه د لوبغاړو لپاره هم دا سیالۍ ګټورې ثابتې شوې په دې لیګ کې داسې ځوانان هم وموندل شول چې د افغانانو له سترګو پټ وو، خو د کمالونو او استعدادونو ډک لوبغاړي وو دوی ، د کرکټ مبصرین د کرکټ بورډ کارکوونکي، د لوبډلو روزونکي او د ملي لوبډلې تجربه ناک لوبغاړي ګوته پر غاښ کړې وو افغان تنیکو ځوانو لوبغاړو په خپل زحمت د لیګ ښکلا لا پسې دوه چنده کړې وه .په لومړیو شپږو سیالیو کې د ملي او څو نړیوالو لوبغاړو په شتون کې هم یوازې ځوان لوبغاړي ښه ثابت شوي وو چې د غوره لوبغاړو جایزې ترلاسه کړې وې.

د لوبډلمشرانو هر یوه راشد خان، اصغر افعان، محمد نبي، شاپور ځدراڼ، ګلبدین نایب او د شفیق الله شفق له خولې هم څو ځل مونږ واورېدل چې ویل بی شپږیزه لیګ د ځوانو لوبغاړو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی چې دوی دلته ځان ثابت کړي او د ښه ځلېدا وروسته کولی شي چې تر ملي لوبډلې، نولس کلنو او ایمرجینګ لوبډلو ته پرې ځان ورسوي، خو له بده مرغه ځینو لوبډلمشرانو په ځوانو لوبغاړو باور ونه کړ چې ګواکې سیالۍ ورته ونه بایلي او له مخکې تګ څخه یې پاتې نکړي، خو داسې دوه مشران هم وو چې د ځوانو لوبغاړو پر مټ یې پای لوبې ته لار پیداکړه او هم یې وګټله.

د افغانستان په ۲۰۱۹ شپږيزې کرکټ ليګ کې ډېر ځوان لوبغاړي وځلېدل، خو دلته به د ځینو ځوانو لوبغاړو لنډه يادونه وکړو.

د توپ وهنې به برخه کې د د دریو تجربه ناکو ملي لوبغاړو جاوید احمدي، نورعلي ځدراڼ او اصغر افغان ترڅنک په دې قطار کې درې نور ځوان لوبغاړي هم موجود وو چې په ډیر ښه ډول سره یې کرېکټ وکړ د دوی له ډلې د کابل بازانو لوبډلې لوبغاړی کريم جنت وو چې ټوټل یې ۳۱۷ منډې وکړې، ورسره د امو نهنګانو ابراهيم ځدراڼ وو چې په لیګ کې ټولې ۲۸۷ منډې ترلاسه کړې او بیا رحمان الله ګربز وو چې ډیر ښه وځلېد.

د ځوانو لوبغاړو په ډله کې په يوې لوبه کې تر ټولو زياتې منډې د کابل بازانو لوبډلې لوبغاړي کريم جنت وکړې. نوموړي د شپږيزې کرکټ ليګ د تاریخ تر ټولو زياتې ۱۲۰ منډې وکړې. همدا راز جاوېد احمدي ۱۱۷ ناسوځېدلې، عمران جنت ۱۱۵ ناسوځېدلې، نجيب الله ځدراڼ ۹۷ ناسوځېدلې او ابراهيم ځدراڼ ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ځوانو لوبغاړو په قطار کې کریم جنت بيا تر ټولو زياتې ۲۳ شپږيزې ووهلې، په نورو لوبغاړو کې رحمن الله ګربز او جاوېد احمدي ۱۸-۱۸، عمران جنت او نجيب الله ځدراڼ بيا ۱۲-۱۲ شپږيزې ووهلې خو تجربه ناک لوبغاړي اصغر افغان هم ۱۹ شپږیزې ووهلې.

د ځوانو لوبغاړو په ډله کې د توپ اچونې په برخه کې بيا د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبغاړي نجات مسعود تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې. هغه په ۶ لوبو کې ۱۱ لوبغاړي وسوځول. نوين الحق، مجيب الرحمن او وقار سلامخېل ۱۰-۱۰ او يمين احمدزي ۹ لوبغاړي وسوځول.

د ځوانانو په قطار کې په يوه لوبه کې تر ټولو ښه توپ اچونه نجات مسعود وکړه هغه په ۴ اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره د بوست ساتونکو ۵ لوبغاړي و سوځول دغه راز د سپین غر لوبډلې عبدالواسع د ۱۳ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي له مخې پورته کړ همدا رنګه یمين احمدزي د ۳۳ منډو په بدل کې ۴ او وقار سلامخېل د ۳۸ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.

نجات مسعود لومړنی لوبغاړی وو چې په اول ځل یې ۱۱ ویکېټې ترلاسه کړې، نوموړی په مکمله توګه فېټ بالر وو نړیوالو مبصرینو یې هم ستاینې کولې ورسره په څنګ کې د شپږیزې لیګ نړیوال کمېنټټر هم د نجات په ستاینه بسنه ونه وکړه او هر ځل یې د لوبې په جریان کې د هغه د استعداد یادونه کوله.

په شپږیزه لیګ کې یو بل پټ استعداد چې تل یې ملي لوبغاړي سوځول هغه نور احمد لکڼیوار چینامین لیګ بریکر توپ اچوونکی دی. د نوموړي ستاینه د نړیوالو سربیره محمد نبي راشد خان او اصغر افغان هم کوله د نور احمد لومړی ځل وو چې په شپږیزه لیګ کې ولوبېد او ټولې اته لوبغاړي وسوځول.

دغه راز دغه غوړېدلی افغان چېنامېن توپ اچونکی نوراحمد، له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو سیالیو د ځوان (ایمرجنګ) لوبغاړي مقام یې هم ترلاسه کړ.

لیکنه: خان وزیر عابد

Your SEO optimized title page contents