fbpx

د ۱۵۰۰۰ کورنیو ماشومان به یې رڼا ته درس ووایي!

خبریال ډاټ کام/۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹-  د بدخشان د شورابک بریښنا بند جوړ او ګتې اخېستنې ته وسپارل شو. یاد بند ددې ولایت مرکز فیض اباد ښار ته په لس کیلو مترۍ کې جوړ شوی دی، چې د ۷.۵ میګاواټه بریښنا د تولید توانایي لري.

د شورابک د بریښنا بند به ۱۵۰۰۰ کورنیو ته بریښنا ورکړي. د نوموړي بریښنا بند د جوړولو هوکړه لیک پنځه کاله وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د فیکا (FEKA) په نامه له یوې ترکیې کمپنۍ سره شوی وی و.

او د نظارت د چارو یې بیا د یوې بلې المانۍ کمپنۍ سره چې(FICHTNER) فیشنر نومیږي. هغه وخت هوکړه شوې وه چې تر ۲۰۲۰ ز کال پورې به یې چارې بشپړې شي چې له نیکمرغه دا دی کارونه یې پای ته رسېدلي او ګټې اخېستې ته وړاندې شو. د دې بریښنا بند د جوړولو مالي مرسته د المان هېواد ورکړې.

خو د افغانستان د بریښنا شرکت مسوولین بیا وایي چې د ښورابک بریښنا بند کې درې توربینونه فعال شوي چې ټوټل ۲.۵ میګاه واټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري، او ۱۰۸۰۰ کورنیو ته بریښنا ورکړي، چې دا د هغه لومړیو ارقامو په نسبت خورا کم دي. د دې بند جوړولو ته په ټولنیزو رسنیو کې ښه انعکاس ورکول کیږي او ورته چارې او هڅې د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې مهمې بولي.

په ټولنیزو رسنیو کې فعال او د ایران اوسنی سفیر استاد عبدالغفور لېوال د شورابک بند انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي دي:

(( چا پوښتلی وم: په کوم (ایزم) باور لرې؟ مانا سیاسي لاره دې کومه ده؟ د هغه ځواب اوس دلته ورته لیکم : زما سیاسي لاره دا ده، چې وطن برېښنا بندونو، لویو کروندو او د ډوډۍ موندلو زېربناوو ته ورسولای شي ـ لکه په لاندې عکس کې ـ اوس نو، چې تاسو دا کوم (ایزم) بولئ، ستاسو خپله خوښه))

استاد لېوال زیاتوي، داسې یوه لاره، چې خلک یو بل ته د مرګونو د مبارکۍ پرځای د ملي بنسټونو د جوړېدلو مبارکۍ ورکړي. (( دا برېښنا بند مو مبارک شه !بدخشان دې ښاد وي او وطن دې آباد )).

عبدالسلام سهار بیا لیکلي: (( وطن دې زنده باد وي، بدخشان دې زنده باد وي)).

رحیم کاکړ لیکلي: (( دا ډول خبرونه خلکو ته د ژوند کولو هیلې ورکوي. بریښنا د افغانانو مهم ضرورت دی)).

افغان حکومت په تیرو پنځو کلونو کې د بریښنا او اوبو په برخه کې لوی او واړه بندونه جوړ کړي دي چې اوس ورڅخه ګټه اخېستل کیږي. ولسمشرغني بیا ویلي چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان سربیره د کرښې پورې غاړو پښتنو ته هم بریښنا ورکړي، او دا یې لومړیتوب دی.

Your SEO optimized title page contents