fbpx

په بلوچستان کې د یوه لوړ رتبه طالب په ګولیو غلبیل مړی موندل شوی

خبریال ویب پاڼه کندهار / ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹- دغه لوړرتبه طالب مشر پوره اته میاشتي‌وړاندي تښتول شوی وو. له کوټې د خبریال ډاټ کام همکار د د طالبانو د باوري سرچینو په حواله کاږي چې ملا عبدالعلي علیزی اته میاشتې وړاندې په طالب استخباراتو پورې تړلو مخ پټو وسله والو کسانو په اسحاق آباد کې د خپل کور له مخې پورته کړی او نامعلوم ځای ته وړی وو.

د سرچینې په وینا په دې موده کې یواځې یو ځل د نوموړي کورنۍ ته پر یوه نامعلومه تلیفوني شمیره ویل شوي وو چې عبدالعلي د طالبانو تر ګرویږنو لاندې دی او ژر به خوشی شي، خو له هغه وروسته دغه شمیره په پرله پسې توګه بنده راځي.

د طالبانو لوړرتبه سرچینې وايي چې ملا عبدالعلي په قام علیزی او د هلمند ولایت اوسیدونکی وو چې تر دې وړاندې د طالبانو د یوه بل نظامي مشر ملا عبدالقیوم ذاکر سکرتر وو.سرچینې زیاته کړه چې ملا عبدالعلي علیزی د سید عبدالسلام په نوم باکستانۍ تذکره (شناختي کارډ) او پاسپورټ لرل او پر همدغه نامه یې د ذاکر په استازیتوب خلیجي او بیلابیلو اروپایي هیوادونو ته ګڼ سفرونه کړي ول.

په کابل کې یوه جګپوړي چارواکې خبریال ډاټ کام ته ومنله چې  نوموړي د اروپايي اتحادیې له ځینو غړو سره  د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ څو څو واره د قیوم ذاکر په استازیتوب او د کرکت بورد د پخوانی مشر حاجی فضلی په پیژندنه او ظمانت لیدل کتل کړی .
د دغه چارواکې په وینا دا هغه وخت وو چې نړیوالې ټولنې هڅه کوله په افغانستان کې د تشدد د کمولو په موخه طالب جنګیالي په انفرادي ډول سیمه ایزو اوربندونو ته تشویق کړي.

د طالب سرچینې وايي چې کال وړاندې چې کله قیوم ذاکر له نوی طالب مشر ملا هیبت الله سره خپل اختلاف ختم او بیعت یې وکړ نو عبدالعلي چې په انګلیسي او کمپیوټر کې بلد وو او براخه تولنیزې اړیکې یې لرلې، د مولوي یعقوب سکرتر وټاکل شو او نوموړي د خپل کار به موده کې د یعقوب په ملتیا او د هغه په استازیتوب هم ګڼ خارجي سفرونه کړي ول.

د طالبانو سرچینې زیاتوي چې له تښتول کیدا وروسته خپله یعقوب هم د ملا عبدالعلي د اړیکو او سفرونو پهاړه له ګڼو خلکو پوښتنې ګرویږنې کړي وې.

د ملا عبدالعلي علیزي کورنۍ سرچینو زموږ له همکار سره د خبرو پرمهال د هغه ورکه او وژل کیدل تایید کړل خو د نورو تفصیلاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

له بله پلوه د چمن د ملکي روغتون د عدلي څانګې مشر ویلي‌چې چې هغوي ته د ځایي پولیسو له لورې یو مړی ور وړل شوی وو چې د سر په ناحیه کې دری ډزه ویشتل شوی وو او بر بدن یې د زاړه او تازه تشدد ګڼې نښانې هم وې،د نوموړي په وینا ددغه کس له جیبه د ترلاسه شوي شناخته کارډ له مخې یې نوم سید عبدالسلام او د هستوګنې ځای کچلاغ ښودل شوی دی.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې کوم طالب مشر په پاکستان کې وژل کیږي،خو که ثابته شي چې علیزی په ریښتیا هم طالبانو وژلی، نو دا څه به په نورو طالبانو کې ویره ترهه خپره کړي.

Your SEO optimized title page contents