fbpx

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته راغلی

خبریال وېبپاڼه / ۲۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په یو ناڅاپي سفر پلازمېنې کابل ته راغلی دی. نوموړي د راتګ سره سم خبریالانو ته ویلي دي چې کابل ته یې د راتګ هدف دادی چې د سولې یو تړون وشي او له سیاسي لارو په افغانستان کې روانه د څو لسیزو جګړه پای ته ورسېږي.

مارک اسپر زیاتوي، نوموړی ځکه کابل ته راغلی دی چې یو داسې سیاسي جوړجاړي ته لاره پرانیزي چې د سولې په برخه کې شته ستونزې ختمې کړي او د وړاندې تګ لپاره تر ټولو غوره او مهمه لار پیداکړي.

خو یو شمېر بهرنۍ رسنۍ بیا وایي، کابل ته د دفاع وزیر اسپر تک په دې معنا دی چې څو په یاد هېواد کې د امریکا راتلونکی رول هم و اروزوي او له افغان چارواکو سره په یو شمېر خنډونو هم ورسره خبرې وکړي.

اسپر وایي، ښایي امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر هم راکم کړي، خو زیاتوي په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو کمول به دوی د طالب او داعش پر وړاندې کمزوري نکړي، بلکې دوی به هماغه ډول بریالي وي.

اسپر د سرتېرو د ویستلو په تړاو کره نېټه نه ده ښودلي خو وایي، کله چې د وسله والو طالبانو سره د امریکا هوکړه لیک لاسلیک شو بیا به له افعانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ تل د سولې خبرو په جریان کې وسله والو طالبانو په دې ټینګار کاوه چې هغه وخت د سولې تړون لاسلیک کوي او له افغان حکومت سره خبرې کوي څو چې امریکایي ځواکونو له افغانستانه ووځي.

د افغانستان په روانه ۱۸ کلنه جګړه کې تر اوسه تر ۲۵۰۰ ډیر امریکایي پوځیان وژل شوي دي، خو لاهم امریکا نه ده توانېدلې چې په افغانستان کې د ترهګرئ جرړې ختمې کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپلو وروستیو مرکو کې ویلي دي چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر اته زرو ته راټیټ کړي.

ټرمپ وایي، په افغانستان کې حالت سم لورته روان دي نو له همدې کبله به له افغانستانه خپل یو شمېر سرتيري وباسي څو د امریکا د ولس سره هغه کړې وعده پوري کړې چې د انتخاباتو په دوران یې ورسره کړې وه.

د یادولو ده ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه له طالب مشرانو سره لیدنه لغوه کړه او د امریکا او د طالبانو ترمنځ یې د سولې خبرې ودرولې چې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې یو شمېر امریکایان ووژل شول.

Your SEO optimized title page contents