fbpx

د نړۍ تر ټولو اوږده (۱۹) ساعته الوتنه پر مسافرو څه تېر شول ؟

خبریال ډاټ کام نیویارک/ ۲۱ اکتوبر۲۰۱۹آستراليا د کانتاس هوايي شرکت (۷۹۷۹) بوینګ الوتکې په (۱۹) ساعته (۱۶) دقیقې کې (۱۶)  زره کیلومټره سفر وکړ .

دا یو داسي تاریخي سفر وو چې تر دې وړاندي کله هم داسي نه وو شوي .

دا یوه ازمایښتي الوتنه وه چې ټول ټال (۴۹) کسان پکي سپاره وو.     

د استرالیا د کانتاس هوايي شرکت مشر آلن جویس ویلي‌ چې دا د کانتاس د هوايي‌ شرکت سره سره د نړۍ د ټولو هوايي شرکتونو لپاره یو تاریخي او له ارزښته ډکه شېبه وه چې له پرله پسې (۱۶۰۰۰) کیلو مټره سفر وروسته مسافر له الوتکې راکوز شول .

کانتاس هوايي شرکت د استرالیا له دوو پوهنتونونو سره یوځای د دومره اوږده سفر د عواقبو په تړاو پلټنې کوي‌او غواړي دا معلومه کړي‌چې دومره لوی سفر څه اغیزي‌لرلای شي .

پیلوټانو څنګه دا سفر تېر کړ؟‌

د هغو پيلوټانو چې د الوتنې پر وخت يې نوبتونه سره وېشلي ول، د مغزو فعاليتونه او د غبرګون وړتيا هم اندازه کېدله.الوتکه د پیلوټانو په نوبتي  پیلوټي‌روانه وه .

البته تر اوسه لا ددغه پیلوټانو په مغزو کې د تېرېدونکو او راټوکېدونکو هیلو او اندېښنو په تړاو تفصیل نه دی ورکول شوی ،خو د استرالیا دوه پوهنتونونه او د کانتاس هوايي‌ شرکت به دا هرڅه وروسته را برسېره کړي .

د اوږدې الوتنې پر مهال د مسافرو حالت!

سپرلۍ په نيويارک کې الوتکې ته تر ورختلو سم دستي‌وروسته د تېزې رڼا، قهوې او ترخو خوړو په مرسته تر هغه پورې ويښ ساتل کېدل چې د آستراليا په ختيځ کې هم شپه پيل شي.   

شپږ ساعته مزل وشو او اوس نو د ډوډۍ د خوراک لپاره تیاریاني وشوې او له کاربوهايډرت يا نشايستې ډک داسي‌خوراکونه مسافرو ته ورکړل شول چې موږ په پښتو کې ورته خوبه ولي‌خواړه هم ویلای شو .

رڼا کمه کړل شوه او سپرليو اجازه نه درلوده چې تلويزيوني پردو يا سکرينونو ته وګوري ،‌آن تر دې چې سورلیو ته د کتاب ویلو اجازه هم ځکه نه وه چې څو ټوله شپه خوب وکړای شي.

پروفيسرې ماري کارول چې ددې سفر د څېړنو مشر دی ، له سپرلیو سره ژمنه کړې وه چې د سفر ډېر لږ تفاوت به احساس کړي .

هم هغسي وشول او له پرله پسې خوب وروسته سورلۍ را پاڅېدې او سهارنۍ یې وکړه او او له سهارنۍ وروسته واټن ډېر را کم شوی وو.

کانتاس یو د نړۍ له هغو شرکتونو څخه دی چې ورته اوږدې الوتنو ته یې ټټر ټکولی او دا علت دی چې دوې نوري‌اوږدې الوتنې یې هم پلان کړې دي‌چې یوه یې له لندن نه سډني‌ته ده .

دا الوتنې په دې موخه تر سره کېږي چې اوږدو سفرونو ته لار هواره شي او په راتلونکو کې مسافرین اوږده سفرونو په لږ وخت کې وکړای شي‌، خو تر اوسه لا ددغه وروستیو الوتنو بشپړي پایلي‌نه دي‌اعلان شوې ، دا پآیلي‌وخت ته اړتیا لري‌چې د کانتاس هوايي‌شرکت او د اسټرالیا دوه پوهنتونونه به یې په ګډه ترسره کوي .

Your SEO optimized title page contents